Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان د افغان حکومت غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په کستان د هغو کسانو او ترهګرو ډلو د نیولو او سپارلو په اړه چې  د افغان حکومت له خوا یې غوښتنه او نوملړ ورکړل شوی وو مثبت ځواب ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر په رسمي توګه د طالبانو، القاعدې او حقاني ډلې د ۸۵ تنو لوړپوړو ډلو نومونه په رسمي توګه د پاکستان حکومت ته سپارلي او د نوموړي هېواد چارواکو ژمنه کړې چې د دغو کسانو د نیولو او افغان حکومت ته د دوی د سپارلو په اړه به اقدام وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکېب مستغني وايي:«تېره ورځ د افغانستان سفیر دغه نوملړ په رسمي توګه پاکستان ته سپارلی او افغانستان ته د ۸۵ تنو د نیولو او سپارلو په اړه د هغوی ځواب مثبت وه او موږ د هغوی عملي اقدام ته په تمه یوو.»

د پاکستان پوځ د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کې د ځواکونو او درنو وسلو د ځای پرځای کولو خبر ورکوي، ملي دفاع وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه د دواړو هېوادونو په زیان بولي او وايي پاکستان باید د افغانستان پر خاوره د برید تېروتنه ونه‎کړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل:«د افغانستان ښځه او نر څه باندې دېرش مېلیونه تنه دي او ټول د خپلې خاورې د دفاع لپاره چمتو دي.»

افغان حکومت د ۸۵ ترهګرو د نومونو او د ترهګرو د روزنې د ۳۲ مرکزونو نوملړ د پاکستان حکومت ته سپارلی دی.

پاکستان هم د هغو ترهګرو ۷۶ کسیز نوملړ افغان حکومت ته سپارلی چې ظاهراُ د افغانستان په خاوره کې فعالیت لري.

که څه هم د کابل او اسلام اباد اړیکې له تېرو وختونو راهیسې ترینګلې وې خو له یوه کال راهیسې دا اړیکې لاترینګلې شوې دي.

شریک یي کړئ