Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پروان ولایت کې سېلابونه؛ تراوسه ۷۰ تنه مړه شوي

د پروان ځايي چارواکو نن چهارشنبې (د وږي په ۵مه) وویل تېره شپه پروان ولایت کې سېلابونه راغلي چې له امله یې تراوسه ۴۵ تنه مړه شوي  او ۸۰ تنه نور ټپيان دي.

د پروان د عامه روغتیا ر ییس صفي الله وارسته وايي:«تراوسه د مړه شویو کسانو شمېر ۷۰ او د ټپيانو شمېر هم څه باندې ۱۰۰ تنو ته رسېږي.»

د وارسته په وینا د پنځو تنو ټپيانو روغتیايي حالت نازک او مرکز ته لېږدول شوي دي.

چارواکي زیاتوي چې ډېری قربانیان ماشومان او ښځې دي.

دوی څرګندوي چې د دغه سېلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز چاریکار ښار کې په لسګونه کورونه ویجاړ او همدارنګه یو ډېر شمېر موټر له منځته تللي دي.

د پروان ولایت د ځايي چارواکو په وینا دغه سېلابونه د شپې په درې بجو د دغه ولایت په مرکزي برخو کې راغلي دي او د دغې سیمې اوسېدونکي د بیړنۍ مرستې غوښتونکي دي.

چاریکار مېشتي وايي چې لاهم په مرکزي برخو کې سېلابونه جاري دي او ځينې کورنۍ ګیرپاټې دي.

ورته مهال ولسمشرۍ مانۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې ولسمشر غني د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د سېلابونو له امله د ځاني مرګ ژوبلې او مالي زیانونو په هلکه سخت خواشینی شوی او طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت او ټولو اړوندو ادارو ته لارښونه کړې چې زیانمنو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.

چارواکي وايي چې د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې په لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

شریک یي کړئ