د پروان امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ۱۰طالب وسلهوالو له وژل کېدو خبر ورکړ.
د یاد ولایت د عامه نظم کنډک قومندان، محمد هارون مبارز نن(سېشنبې د سلواغې۱۷مه) وویل چې بهرنیو په ملاتړ افغان ځواکونو د طالبانو پر یو مرکز برید کړی.
محمد هارون مبارز زیاتوي، امنیتي ځواکونو دا برید تېره شپه د سیاګرد ولسوالۍ په خشکي سیمه کې د طالبانو د مورچو د له منځه وړو په پار شوی.
ښاغلی مبارز په وینا طالب تر ډېره په یاده سیمه کې بریدونه کوي.
طالبانو تراوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.