د کندهار امینه قومندان جنرال عبدالرازق له وژل کېدو یوه ورځ وروسته، هغه ته نږدې کسان وايي چې بریدګر دوه میاشتې مخکې د کندهار د پولیسو په لیکه کې په دنده ګمارل شوی و.
د هغوی په وینا، دغه کس له برید دوه ورځې مخکې، د کندهار والي د ځانګړي ساتونکي په توګه وټاکل شو.
هغوی همدارنګه وايي چې دغه بریدګر د انارو د ډالۍ د لېږد په پلمه ځان ځايي چارواکو او د بهرنیو ځواکونو قومندان ته نږدې کړ او جنرال عبدالرازق یې په نښه کړ.
کندهار کې د طلوع نیوز خبریالان شریف امیري او عبدالله حمیم وايي چې د ښاغلي رازق په بدن څلور مرمرۍ، یوه یې په زړه، یوه یې په نس، او دوه یې نورې یې پر پښې لګېدلې وې.
د امیري په وینا کله چې بریدګر جنرال رازق په نښه کوي، بهرني ځواکونه چې د کندهار ولایت د ودانۍ پر بام وو هم ډزې کوي او دغه ډزې درې تر څلورو دقیقو دوام کوي.
د کندهار ځينې اوسېدونکي، دا پېښه ډېره زړه بوږنونکي بولي او پر جنرال رازق د برید پر څېړنې ټینګار کوي.
یو له دغو اوسېدونکو سید عابد وايي:«د کندهار ولایت ډېر ناامنه وه، خو کله چې جنرال رازق دغه ولایته راغی، دغه ولایته امنیت هم راغی.»
کندهار کې د پنجشنبې د ورځې په برید کې، د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د دغه ولایت د امنیت رییس عبدالمومن حسن خېل وژل شوي او د دغه ولایت والي زلمی ویسا او د امنیتي ځواکونو یو قومندان ټپي شوي دي.
شریف امیري وايي چې له دغې پېښې یوه ورځ وروسته، کندهاریان د ویر په ټغر ناست او د کندهار ډېری واټونه تړلي دي.
د جنرال عبدالرازق مړی، نن (جمعه د تلې په ۲۷ مه) د کندهار ښار د خرقې مبارکې په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.
د ښاغلي رازق د جنازې په مراسمو کې، د هغه مور، خپلوانو او د کورنۍ غړو او یو ډېر شمېر کندهاریانو ګډون کړی و.
د کندهار اوسېدونکي وايي چې د کندهار او د هېواد د سوېلي هېوادونو د امنیت په تامین کې د جنرال رازق ونډه ډاګیزه وه.
د کندهار د والي مرستیال اغا لالی دستګیر وايي:«جنرال رازق یو ځواکمن سړی وه او کله چې ډېر ځوان وه له خپل تره سره یې کار کاوه.»
د کندهار د ولایتي شورا رییس سیدجان خاکریزوال څرګنده کړه:«د کندهار خلک – ښځه او نر – نهیلي شوي دي، ځکه چې هغه (جنرال رازق) په دغه ولایت کې امنیت ډېر ښه تامین کړی و.»