Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر کندوز ښار د طالبانو د بیاځلې برید په اړه د کندوزیانو اندېښنه

پر کندوز ښار د طالبانو له برید دوه ورځې وروسته، د دغه ښار اوسېدونکی له هغه څه چې پر دغه ښار بیاځلې د طالبانو احتمالي برید ګڼي اندېښنه لري.

هغوی له امنیتي ځواکونو غواړي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د بشپړ پاکولو پورې عملیات دوام ولري.

د کندز اوسېدونکی شهباز صابري هم زیاتوي:«د سه درک او د خاکني په وروستیو برخو کې لاهم د خلکو په کورونو کې ځای پر ځای شوي دي. د دې وېره شته چې هره شپه چې دوی وکړای شي بیا برید وکړي.»

اخوا بیا نن دوشنبې (د وږي په ۱۱مه) په کندوز کې پر دولتي ځواکونو یو ځل بیا ځانمرګی برید وشو. 

دا برید د کابل بندر ته نږدې د لویې لارې د قطعې د ځواکونو د ګزمې پرمهال شوی دی.

له بلخوا د یکشنبې په شپه طالبانو د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.

د کندز د ولایتي شورا مرستیال امرالدین ولي وايي:«په دشت ارچي کې یوې پوسته کې کابو لس تر دولسو پولیس یې شهیدان کړل. د دشت ارچي وضعیت ښه نه ښکاري.»

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي هم وویل:«هوايي ځواکونه دشت ارچي ته په وخت ورسېدل او همدارنګه ځمکني پوځيان هم هلته استول شوي دي. البته هلته مو مرګ ژوبله هم لرلې ده.»

د کندز ولایت اوسېدونکي چې د جمعې او شنبې په شپو د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو سره مخامخ شول، غواړي چې د کندز پر مرکز د طالبانو د احتمالي بریدونو مخه ونیول شي.

مدني فعال منیرحمیدي څرګنده کړه:«برېښنا شته، اوبه شته، همدارنګه د ورځې لخوا مخابراتي شبکې هم فعالې شوې دي؛ خو د ښار په شاوخوا کې ګواښونه شته.»

په دې لړ کې امنیتي ادارې په کندز کې د امنیت د ټینګښت لپاره د دوی د نویو پروګرامونو پر اغېزو باور لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په ډاګه کړه:«دم‎ګړۍ په امام صاحب ولسوالۍ کې زموږ عملیات دوام لري. پلان دا دی چې په کندوز کې دښمن تر دې کچې کمزوری شي بیا هڅه ونه کړي چې پر ښار برید وکړي.»

له دې مخکې دولتي ځواکونو ویلي چې د کندوز د مرکز په بوزکندهاري سیمه کې یې د طالبانو د وسلو د اکمالاتو مسوول له دوو ساتونکو سره وژلی دی.

په دې اړه د ملي امنیت په خبرپاڼه کې د طالبانو دغه مهم غړی په الیاس مشهور سیدمحمد بلل شوی او ویل شوي چې هغه د هېواد په شمال ختیځ کې فعالیت درلود. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه