Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر کنړ د پاکستان د  توغندیزو بریدونو کې د۳ زده کوونکو وژل کېدل

د کړ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د پاکستاني پوځیانو په توغندیزو بریدونو د یوې مدرسې درې زده کوونکي وژل شوي دي.

دوی وايي چې پاکستاني پوځیانو پنج‎شنبې د تلې په ۴مه نېټه یو ځل بیا د کنړ ولایت پر شولتن ولسوالۍ توغندیز بریدونه پیل کړي دي.

د کنړ د والي ویاند،‎ عبدالغنی مصمم وايي چې د تېرې ورځې راهیسې کابو ۱۸۰ توغندي پر یادې ولسوالۍ توغول شوي دي چې یو یې پر یوې مدرسې لګېدلی دی.

په همدې حال کې پخواني ولسمشر، حامد کرزي په خپله ټویټر پاڼه کې د باکستان لخوا بریدونه غندلي او د بندیدو غوښتنه یې کړې ده.

کرزي لیکلي دي؛«د کنړ پر خاورې د پاکستاني پوځ بریدونه زموږ پر خاورې تېري کوونکي اقدامات ښکاره کوي او د نړیوالو قوانینو ترپښو لاندې کول. زه د پاکستان له دولت نه غواړم چې ژر دې دا بریدونه بند کړې او د افغانستان پر وړاندې دې سوله ییز چلند غوره کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په ثور میاشت کې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت شارزدافیر د بریدونو په تړاو ورغوښتنی وو او د افغانستان پر خاوره یې د پاکستاني پوځ بریدونه غندلي وو.

د کنړ ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي پاکستاني پوځیانو له تېرې ورځې راهیسې د "شولتن ولسوالۍ پر سیمو ۱۸۰ توغندي توغولي دي.

شریک یي کړئ