Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پنټاګون: په افغانستان کې ۴۰ کاله جګړه نوره بس ده

په داسې حال کې چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي د خپل ماموریت درېیم سفر پیل کړی دی، د امریکا دفاع وزارت وايي په افغانستان کې جګړه ۴۰ کلنۍ ته نږدې کېږي. 

جمیز مټیس، له خبریالانو سره په خبرو کې وویل په افغانستان کې څلور لسیزې جګړه نوره بس  ده او باید د نړۍ د ښه توب لپاره کار وشي. 

هغه د خپلو خبرو په اوږدو کې زیاته کړه: «په افغانستان کې جګړه څلوېښت کلنۍ ته نږدې کېږي، څلوېښت کاله بس دی او اوس هغه وخت را رسېدلی چې له ملګرو ملتونو، لومړي وزیر مودي، ولسمشر غنني او ټولو هغو کسانو ملاتړ وکړو، چې هڅې کوي دلته سوله وساتي او نړۍ لا ښه کړي.»

مټیس وړاندې ويلي، چې دوی د سولې لپاره هڅه کوي او په وینا يې: «موږ پر همدې لار روان یو، چې پر ډيپلوماټيکه رهبرۍ وړاندې ځي، د ډيپلوماټانو کار د جګړې د ختمولو لپاره دوام لري.»

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته په لېږلي لیک کې ټینګار کړی، چې د افغانستان سولې لپاره هڅې وکړي. 

رویټرز د یو امریکايي چارواکي په حواله لیکي، چې ډونالډ ټرمپ پر پاکستاني اړخ ټینګار کړی چې په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د پیل شوو هڅو ملاتړ وکړي. 

د پاکستان لومړي وزیر هم ډاډ ورکړی چې د سولې د خبرو اترو لپاره به خپلې وروستۍ هڅې ونه سپموي. 

بل اړخ ته د ناټو عمومي منشي د سیمې پر هېوادونو غږ کړی چې د سولې په برخه کې رغوونکی رول ولوبوي. 

ینس ټولنټبرګ په بروکسل کې وویل: «تمه ده د سیمې ټول ځواکونه د روسيې او ایران په ګډون د افغانستان په رهبرۍ او مالکیت د سولې په بهیر کې یو رغنده رول ولري.»

پنټاګون په داسې حال کې د جګړې پر ختمولو ټینګار کوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سوله‌ییز ماموریت د پر مخ وړلو لپاره ډاکټر زلمی خلیلزاد د ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی. 

نوموړي د خپل شپږ میاشتني ماموریت په لړ کې درېیم سفر پیل کړی دی، چې نن اسلام اباد ته رسېدلی دی. 

هغه وړاندې تر دې دوه سفرونه کړي دي، چې پخپل دویم سفر کې يې کابل، ابو ظبۍ او دوحې ته سفرونه وکړل، چې له طالبانو سره يې مخامخ درې ورځې پرلپسې خبرې وکړې. 

زلمي خلیل‌زاد تېره اوونۍ له «پې، بې، اس» خبري شبکې سره په مرکه کې وویل، د جګړې ټولې غاړې پر دې باور دي چې باید روانه جګړه په خبرو ختمه شي او امریکا هم د سولې لپاره بېړه لري.

ښاغلي خلیل‌زاد ویلي دوی هم او حکومت هم سیاسي حل غواړي: «موږ باوري یو او د طالبانو په ګډون ټولې جنګي خواوې وايي چې له نظامي لارې بیا ته نه‌شي رسېدلی او افغان حکومت هم وايي چې یو سیاسي حل غواړي، موږ هم وايو چې سیاسي حل غواړو.»

نوموړي یو ځل بیا پر دې ټینګار وکړ چې باید تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې د خبرو اترو په برخه کې یوې پایلې ته ورسېږي. 

هغه وویل: «دا به ښه وي، چې تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې له طالبانو سره توافق ته ورسېږي، چې په دې ډول به په ټاکنو کې طالبانو ته هم د ګډون زمینه برابره شي.» 

وړاندې تر دې داسې اندېښنې وې چې د طالبانو او امریکا په مخامخ خبرو کې د افغان حکومت ګوښی شوی دی، خو ارګ د تېرې میلادي میاشتې په وروستیو کې د ژینو ناسته کې د هغه بورډ غړي اعلان کړل، چې ولسمشر غني يې د سولې د خبرو اترو لپاره بولي. 

هغه وویل،  د سولې د خبرو اترو لپاره، عبدالسلام رحیمي د ولسمشر د دفتر رییس، د پوهنې سرپرست وزیر محمد میرویس بلخي، د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیره حسینه ساپۍ، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال تواب بالاکرزی، د کډوالو وزارت مرستیاله ډاکټرعالمه، د ملي امنیت مرستیال جنرال عبادالله عباد، د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي، د سولې عالي شورا غړی عطاءالله لودین، د پکتیا والي شمیم کټوازی، د سترې محکمې غړی عبدالله عطايي، د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي اړیکو رییس توریالی غیاثي او د حج او اوقافو معین عبدالحکیم منیب ټاکل شوي دي.

د سیاسي ګوندونو او جریانونو د کمېټې مشر محمد ناطقي وویل، دوی له دې بورډه دا تمه نه درلوده، لکه څنګه چې يې اوس ولسمشر جوړښت وړاندې کړی دی. 

ښاغلي ناطقي زیاته کړه: «هغه خبرې اترې چې له ولسمشر سره شوې، د سولې لپاره د مشورتي بورډ او هئت جوړول و، خو د هغه پایلې دا نه وې لکه اوس چې راوتلې.»

د ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح ويلي و، سیاسي ګوندونه باید په دې خبرو اترو کې شریک او په وینا يې له قوي موقفه خبرې وشي. 

صالح وویل: «د افغانستان تر بیرغ لاندې دغه سیاسي قشر چې اساسي قانون مني، تاسې يې بسیج کړئ، بسیج دا مانا نه، چې تاسې يې په واک کې در ګډ کړئ، د سولې او جنګ اجنډاوې له دوی سره شریکې کړئ، چې له قوي موقف نه له دښمن سره خبرې وکړئ.»

د دې تر څنګ د امنیت شورا پخوانی سلاکار حنیف اتمر هم وايي چې پر دې بورډ نیوکه لري، هغه له طلوع‌نیوز سره په خبرو کې وویل: «هغه پلاوی چې حکومت ټاکلی، د منلو نه دی، لومړی دا پروسه د منلو نه ده، ځکه چې مشوره او ملي اجماع پرې نه ده شوې، دویم د داسې ډول ترکیب پلاوی د منلو وړ نه دی، یعنې زموږ حکومت باید په دې برخه کې له نوښتګر فکره کار واخلي.»

د علماوو شورا هم پرې دې بورډ نیوکه لري او وايي، له طالبانو سره باید د طالبانو په لهجه خبرې وشي. 

د علماوو شورا غړی مولوي نور پادشاه طلوع‌نیوز ته وویل: «له دولته زموږ غوښتنه دا ده، چې په دې بورډ کې اغېزمن کسان وټاکي داسې کسان چې د طالبانو له لهجې سره بلد او له هغوی سره خبرې وکړای شي.»

د ارګ د دې بورډ تر څنګ تېره اوونۍ د سولې د خبرو اترو لپاره د سولې عالي شورا هم د یو پلاوي د جوړولو اړوند خبر ورکړ.

د دې شورا مرستیال عزیز الله دین محمد وویل، دغه پلاوی به له پنځو تر اوو تنو غړي ولري او په خبرو اترو کې به مهم رول ولري. 

هغه وویل: «تر ټاکنو وړاندې له طالبانو سره خبرې اترې باید یوې پایلې ته ورسېږي، د دې مانا دا ده چې پلاوی باید ژر جوړ شي، موږ ډېر وخت نه لرو.»

ینس ټولنټبرګ هم ویلي: «تمه ده د سیمې ټول ځواکونه د روسيې او ایران په ګډون د افغانستان په رهبرۍ او مالکیت د سولې په بهیر کې یو رغنده رول ولري.»

شریک یي کړئ