Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې د امریکا اوږده جګړه؛ ټرمپ ته په مثراث پاتې

د امریکا په تاریخ کې، د دغه هېواد تر ټولو اوږده جګړه، په افغانستان کې ده، چې شپاړس کاله وغځېده او لا هم روانه ده.

په دغې جګړه کې لږ تر لږه ۲ زره او ۴۰۰ امریکایي پوځیان وژل شوي او له ۲۰ زرو تنو پوځیانو څخه زیات ټپیان شوي.

د افغانستان په تړاو د امریکا د نوې تګلارې په اعلان سره مو؛په دې رپوټ کې د دې جګړې په تړاو د درو امریکایي ولسمشرانو سیاست ته کتنه کړې.

د ۱۳۸۰ هجري لمریز کال د تلې په ۱۵ نېټې، د امریکا تر ټولو اوږده او له مرګ ژوبلې ډکه جګړه پيل شوه.

د القاعدې لخوا د سپتمبر د یوولسمې نېټې له بریدونو وروسته، د هغه وخت د امریکا ولسمشر جورج بوش پر افغانستان د برید حکم صادر کړ.

د امریکا پخوانی ولسمشر جورچ بوش ویلي وو:«د امریکا پوځ زما په حکم، په افغانستان کې د القاعدې د روزنې پر مرکزونو او د طالبانو رژيم پر پوځي تاسیساتو بریدونه پيل کړل، دا بریدونه د ترهګریزو بریدونو لپاره د اډې په توګه د افغانستان د کارولو د مخنیوي او د طالبانو رژيم د توانمنۍ د له منځه وړلو په موخه پلان شوي وو.»

خو دا جګړه لکه څنګه چې په لومړي سر کې تمه کېده زر پای ته ونه رسېده، بلکې تر ۲۰۰۹ کال پورې چې جورج بوش په واک کې وه، په جګړه کې په زرګونه ملکي افغانان او څه د پاسه ۱۲۰۰ امریکايي پوځیان ووژل شول.

د افغانستان جګړه بارک اوباما ته په میراث پاتې شوه.

د جګړې پراختیا هغه دې ته اړ کړ چې د افغانستان د جګړې لپاره د واشنګټن په تګلاره کې بدلونونه راولي چې هغه د څو زره امریکايي پوځیانو زیاتول وو.

د امریکا پخوني ولسمشر بارک اوباما په دې اړه وویلي وو:« ما د امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه پرېکړه کړې چې زموږ ملي ګټې په دې کې دي چې ۳۰ زر نور امریکايي پوځیان افغانستان ته ولېږو.»

اوباما ژمنه کړې وه چې له اتلسو میاشتو وروسته به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د کمښت بهیر پيل شي، خو اوس دونالډټرمپ وايي له عراقه د امریکایي ځواکونو بشپړ وتل یوه لویه تېروتنه وه چې باید په افغانستان کې نه واي تکرار شوې.

داښې ښکاري چې ټرمپ د دې جګرې د ژر تر ژره پای ته رسژدو پلان نه‎لري.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل:« له اغیزمنو پوځي هڅو وروسته، ښايي په افغانستان کې د طالبانو په ګډون د سیاسي موافقې د رامنځته کېدو زمینه برابره شي، خو هېڅوک نه پوهېږي چې دا ورځ به راوسېږي او څه وخت به راورسېږي.»

د امریکا درې ولسمشران نه دي توانېدلي چې د افغانستان جګړه پای ته ورسوي، روښانه هم نه ده چې په امریکا کې د ۲۰۲۱ کال له ټاکنو وروسته به آیا دا جګړه د امریکا بل ولسمشر ته په میراث پاتې شي؟

شریک یي کړئ