سیاسي کارپوهانو،پاکستان یې په افغانستان د داعش ډلې په رامنځته کولو تورن وي.یو شمېر نور سیاسي کارپوهان وايي چې پاکستان تراوسه هم د تېر په څېر له ترهګرو ډلو څخه ملاتړ کوي او اوس طالبان د داعش تر نامه لاندې پیاوړي او سمبالوي.
دغه کارپوهان په دې باور دي چې یو شمېر نور هېوادونه هم د داعش د تمویل په کار کې له پاکستان سره مرسته کوي.
دسیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په افغانستان کې داعش جنګیالي هغه طالبان بولي چې د پاکستان لخوا د افغانستان د ناامنه کولو لپاره یې جامې بدلې کړې دي.
د حزب اسلامي د یوې بېلې شوې ډلې مشر وايي یو شمېر کسانو له داعش سره په مبارزه کې ناغېړي کړې ده.
د افغانستان د حزب اسلامي مشر عبدالهادي ارغندېوال وايي:«داسې هېوادونه دي چې هغو ته پیسې ورکوي او وايي چې هغوی ته پیسې ورکو چې افغانستان په سرحدونو کې د ترهګرو مخه ونیسي،خو هغه برعکس شوې ده.»
کارپوهان وایي د افغانستان داعشیان د البغدادي له داعش ډلې سره هېڅ تړاو نهلري دوی زیاتوي پاکستان د دې لپاره چې هغه نړیوال فشار چې تل دغه هېواد له طالبانو په ملاتړ تورن دی کم کړي د طالبانو یو شمېر ډلې یې منظمې کړې او د داعش نوم یې پرې اېښی دی.
په برېټانیا کې د افغانستان پخواني سفیر احمد ولي مسعود وویل:«اوس کهچېرې نړیواله ټولنه پاکستان ته ووايي چې په افغانستان کې د داعش په نامه څه شی نه غواړو،کار ختم دی په دې شرط چې اداره وي.»
د ملي امنیت سلاکار هم د چهارشنبې په ورځ په ننګرهار کې پاکستان د داعش ملاتړی وباله خو د پوځي چارو ډېری کارپوهان د داعش جنګیالیو د له منځه وړلو لپاره هوايي بریدونه اغېزمن بولي.
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وویل:«د پاکستان دولت ته موږ ټينګار وکړ چې تاسو زموږ د هېواد په وړاندې له ترهګرو څخه ګټه اخلئ.»
د پوځي چارو کارپوه اجمل سیاس څرکنده کړه:«کهچېرې اراده وي له دغه ټکنالوژۍ سره چې شتون لري هم په سوریه او هم په افغانستان کې داعش به له منځه ولاړ شي؛کهچېرې اراده وي.»
د تیر کال په لومړیو کې د هېواد په ځینو برخو کې د داعش جنګیالیو د فعالیت په اړه رپوټونه خپاره شول او افغان ځواکونو هم په هلمند ولایت کې ددې ډلې پرخلاف خپل لومړني عملیات پيل کړل، په وروستۍ پېښه کې داعشیانو د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د خلکو کورونو ته اور ورته کړ او ماشومان یې ووژل.
افغانستان ته د داعش د علاقه مندۍ یو لامل د منځنۍ آسیا او د افغانستان په نورو ګاونډیو هېوادونو کې د دې ډلې نفوذ او همداراز د هېواد نشهیي توکو ته د دوی لاسرسی بلل کېږي.
په دې اړه مو اندونه