Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې د کانونو کارکوونکي له ناورین سره مخ دي

د بشري حقونو د څېړنې او دفاع ډلې تر نامه لاندې یو مدني بنسټ چې په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۰ کانونه څېړلي دي او له دغو کانونو څخه‎یې مستند جوړونه هم کړې ده، موندنې ښيي چې ناڅیز معاش، د ساتندویه جامو نه‎شتون، د خطر پر مهال د ګواښونکو توکو نه‎شتون، د ژغورنې ډلې نه‎شتون، د سمو خوړو نه‎شتون، د منظم ټرانسپورټ نه‎شتون، په کانونو کې د ډېرو دوړو او لوګیو شتون، د زهري ګازونو شتون، د آکسیجن کموالي او د کار د خاوندانو زور ویلو او دغو ټولو په کانونو کې د کارکوونکو وضعیت له ناورین سره مخ کړی دی.

په ډېریو کانونو کې د ټولو نړیوالو ژمنو سره پر خلاف له ماشومانو څخه کار اخیستل کېږي.

د بشري حقونو د څېړنې او دفاع ډلې رییس عطاالله خان عطا وايي: " په کانونو کې د کارکوونکو وضعیت ډېر خطرناک دی د کانونو په تړونونو کې پراخ فساد د دې لامل شوی دی ترڅو له کارکوونکو څخه ناوړه ګټه واخیستل شي او هر کار چې د کار خاوندان وغواړي ورباندې ترسره کوي. که حکومت په دې برخه کې پاملرنه ونه‎کړي هره ورځ به موږ په دغو کانونو کې د کارکوونکو د لاسه تلو شاهد اووسو".

په ورته وخت کې د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي د امنیتي ځواکونو له نه‎همکارۍ څخه نیوکه کوي او وايي چې ډېری دغه ستونزې په هغو کانونو کې شتون لري چې په ناقانونه توګه کېندل کېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ رییس نجیب‎الله احمدزی وايي: " امنیتي ځواکونه له موږ سره همکاري نه‎کوي. مثلا ښکاره په سمنګان کې د څو ورځو وړاندې قضیې چې موږ د کورنیو چارو وزارت ته خبر ورکړی وو هلته کانونه په ناقانونه توګه کېندل کېږي خو هېڅ اقدام یې ونه‎کړ او موږ د خپلو څو تنو کارکوونکو د مړینې شاهد وو".

له طبیعي سرچینو څخه د څار شبکې غړی احمد جاوید نورانی وايي: " چې ټول وزارتونه له کانونو او پټرولیم وزارت سره د کانونو د ناقانونه کېندنې څخه د مخنیوي په موخه مرسته وکړي او دا د ټولو امنیتي بنسټونو دنده ده".

بلخوا د بشري حقونو د څېړنې او دفاع بنسټ چارواکي هم وايي چې د کانونو په تړونونو کې پراخ فساد د دې لامل شوی دی چې کارکوونکو ته د ساتندویه قوانینو د نه‎په پام کې ‎نیولو تر څنګ، هر کال د دولت د عایداتو یوه برخه د زورواکو جېب ته ولاړه شي.

د بشري حقونو د څېړنې او دفاع ډلې تر نامه لاندې یو مدني بنسټ چې په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۰ کانونه څ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه