په بدخشان کې ځايي چارواکي د دې پخلی کوي چې د دغه ولایت د زیباک ولسوالۍ د ولولي سیمې اوسېدونکو، په دغې ولسوالۍ کې یو واورین خالداره پړانګ وژلی دی.
د بدخشان د کرنۍ اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین له حکومته د هغه کس د نیولو غوښتنه کوي چې دغه پړانګ یې وژلی دی.
د بدخشان د کرنۍ اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ګواښ کوي کهچېرې په دغه ولایت کې د وحشي او نادرو ژویو وژنه دوام پیدا کړي، په دغه ولایت کې به د وحشي او نادرو ژویو نسل ختم شي.
سپين پړانګان په افغانستان کې له هغو ژوو څخه دي چې نسل یې د له منځه تلو په حال کې دی، که څه هم د بدخشان د واخان ملي پارک د وحشي ژوو له هغې جملې پړانګ پټنځای دی خو تراوسه هم دا ژوي د خلکو لخوا ښکار کېږي.
په تېرو څو ورځو کې د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ اوسېدونکو یو سپين پړانګ وژلی دی.
د بدخشان د کرنې او مالدارۍ رییس محمد عالم عالمي په دې اړه وايي:«واورین پړانګ د اشکاشم د پامیر په لوړو سیمو کې ژوند کوي. د هغو مالوماتو له مخې چې موږ ته رارسېدلي دي، څو ورځې وړاندې، یو واورین پړانګ د شپې له خوا دغې ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي غوجلې ته ننوځي او د هغه څو پسونه وژني او ځينې هم ټيپان کوي، وروسته د کور څېښتن له هغه ټوپک سره چې لرله یې، دا پړانګ وژني.»
ښاغلی عالمي دا کار د وحشي ژوو د خوندیتوب قانون پرخلاف ګڼي.
له بلخوا د بدخشان د ولایتي شورا یو شمېر غړي او مدني فعالین خبرداری ورکوي که په نوموړي ولایت کې د کم ساریو ژوو د ښکار مخه ونه نیول شي د دغو ژوو نسل به له منځه ولاړ شي.
د هغو واورینو پړانګانو شمېر چې په بدخشان ولایت په تېره بیا د واخان په لوړو کې لیدل کېږي ډېر لږ دی، حکومت د دغو ژوو د نسل د له منځه تلو د مخنیوي لپاره د هغوی ښکار منعه کړی خو لیدل کېږي چې یو شمېر خلک د حکومت حکم او د دغو ژوو ارزښت ته پام نهکوي.