د لوړو زدهکړو وزیر، د هېواد په خصوصي پوهنتونونو کې د تدریس په ټیټ کیفیت نیوکه کوي او د هغه پر معیاري کولو ټینګار کوي.
د لوړو زدهکړو وزیر نجیب الله خواجه عمري چې د یوه خصوصي پوهنتون زدهکړیالانو ته د فراغت په غونډه کې وینا کوله، د خصوصي پوهنتونونو کمیت د قناعت وړ بولي.
هغه په دې اړه څرګنده کړه:«هغه هېوادونه چې لیدلوری یې د ښوونیزو بنسټونو په اوږدمهاله او بنسټیز دی، توانېدلي چې د نړۍ په اقتصادي او سیاسي نظام کې ښه ځایګی خپل کړي. هیله لرم چې د افغانستان پوهنتونونه هم خپل کیفیت لوړ کړي ترڅو دا مهم زموږ په هېواد کې هم حقیقت پيدا کړي.»
په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزارت مسوولین وایي، تېره اوونۍ د خصوصي پوهنتونو محصلینو ته د دیپلومونو د ورکړې لړۍ پیل شوه. چې نن د خصوصي پوهنتون کابو ۵۰۰ زدهکړیالانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.
له دې وړاندې د لوړو زودهکړو وزارت د خصوصي پوهنتون زدهکړیالانو ته د فراغت سند نه ورکوه.
د کاردان پوهنتون ویاند ظاهر ایوبي په دې اړه څرګنده کړه:«په ننني فراغت غونډه کې، د ۴۶۵ تنو ته د فراغت سندونه ورکړل شول چې له دې ډلې ۱۰۶ تنه یې د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې د ماسټرۍ زدهکړیالان دي.»
په ورته وخت کې یو شمېر فارغان به دې باور دي چې د خصوصي پوهنتونونو فارغانو ته کاري زمینې زیاتې دي.
یو له دغو زدهکړیالانو څخه رویینا صدیقي وايي:«خصوصي بنسټونه، د دې ترڅنګ چې موږ ته یې د زدهکړې زمینه برابره کړې، نور روزنیز پروګرامونه یې هم زموږ لپاره برابر کړي وو چې د کارموندنې لپاره وو.»
یو بل زدهکړیال غیاث سادات څرګنده کړه:«د محصلۍ په وروستي کال کې، زدهکړیالان له یوه مکتوب سره یوه خصوصي، یا دولتي او یا هم نیمه خصوصي او دولتي بنسټ ته معرفي کېږي او دغه زدهکړیالان په کابل او ولایتونو کې له عملي توګه کار کوي.»
د لوړو زده کړو وزیر په دې باور دی چې په وروستیو کلونو کې افغانانو ته د لوړو زده کړو زمینې زیاتې شوې دي.