Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د نجلۍ جنین له سقط څخه د مخنیوی هڅې

په پارلمان کې د روغتیا کمېسیون د روغتیا قانون د لسمې مادې لپاره یوه بند وړاندیز کړې ترڅو میندې په خپله خېټه کې نجلۍ جین له امیندوارۍ سره تر تاوتریخوالي لاندې را نه شي او جنین یې سقط نه‎شي.

د عامې روغتیا قانون لسمه ماده، ډاکټران او د روغتیا نور کارکوونکي د طبابت د رازونو پر ساتلو مکلف وي.

د ولسي جرګې د روغتیا کمېسیون وړاندیز شوې طرحه کې راغلي چې د مور په ګېټه کې د ماشوم د جنیست له افشا سره باید له تاوتریخوالي سره د میندو د مخامخ کېدو زمینه برابره نه‎شي.

د افغانستان په ډېریو سنتي کورنیو کې، د اولاد د جنسیت تعیینول د میندو لپاره برخلیک ټاکونکی دی. په هغه اندازه چې د دغو کورنیو پلرونه له خپلو مېرمنو د زوی په زېږون خوشحاله کېږي، په هماغې اندازه د لور په زېږون خواشیني کېږي.

قمرالحیات محمودي چې د پلازمېنې په یوه نېږدې روغتون ته ډاکټره، وايي په همدې دلیل د ورځې په لسګونه امیندوارې میندې د ازموینې لپاره هغې ته راولي.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«کله چې د هغوی کورنۍ پوهېږي چې د هغوی د نږور په خېټه نجلۍ ده، هغې مور ته پاملرنه نه کوي حتا د هغې خوراک ته هم. له همدې امله کله چې ماشوم نړۍ ته راشي د هغې وزن کم وي کله چې دا شان مور د ماشوم د زېږون لپاره روغتون ته راځي ناخوښه او ژړاغوندې وي او دا یوه اروايي پروسه ده چې د خاوند، خواښې، او خسر له خوا او یا هم د هغوی د کورنۍ او د هغې ټولنې له خوا چې په عامیانه توګه نجلۍ زېږونکې ورته وايي، له خوا واردېږي.»

شیبا ملک زاده دوه زامن لري چې د اتو میاشتو جنین يي په نس دی. شیبا له زابل ولایت څخه راغلې ده تر دې دمه يي په معایناتو کې یې ماشوم څو ځله هلک او دا ځل يې په معایناتو کې نجلۍ ښودل شوې ده.

شیبا وايي، ورته مهمه نه‎ده چې ماشوم یې هلک دی که نجلۍ خو وايي، په زابل ولایت کې ډېری مېرمنې چې نجلۍ وزېږه وي د کورنیو له مینې او محبت لوېږي.

هغه څرګنده کړه:«که‎چېرې زوی وي ډېر خوشحالېږي؛ حتا یو پسه او غوایی او یا هم نور څاروي د هغوی لپاره حلالوي، خو د نجلۍ لپارهېڅ نه کوي.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، چې په تېرو اتو میاشتو کې دری پېښې یې ثبت کړې هغو مېرمنو چې نجلۍ زېږولي وي د کورنيو له تاوتریخوالو سره مخ شوې دي.

د بشري حقونو په خپلواک کمېسیون کې د ښځو او ماشومانو د څانګې مسووله لطیفه سلطاني په دې اړه وویل:«په طلاق ګواښل شوي او وهل ټکول شوي د دې لپاره چې ولې په خېټه مو د نجلۍ جنین دی.»

د عامې روغتیا وزارت وايي، د ملي شورا د روغتیا کمېسیون دوی ته وړاندیز کړی چې د روغتیا قانون په لسمه ماده کې دې یو بند زیات کړي چې میندې په خپله خېټه کې د نجونو په شتون له تاوتریخوالي سره مخ نه شي.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ رییس عبدالقدیر قدیر په دې اړه څرګنده کړه:«په هغه صورت کې چې دا د مور، او ماشوم د روغتیا لپاره د زیان لامل شي او د میندو په وړاندې د تاوتریخوالي لامل شي، د عامې روغتیا وزارت په اساس او پرنسیب کې له هغه سره ستونزه نه‎لري.»

که د روغتیا په قانون کې دغه بند ور زیات شي د مور او ماشوم ژوند د هغه تر زېږون تضمین وي.

شریک یي کړئ