د کابل د ۱۳ مې حوزې په اړونده سیمه دشت برچي کې نن ماښام د ۶:۱۵ دقیقو په شاوخوا کې د امام زمان پر جومات ځانمرګی برید شوی.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر مجاهد د چاودنې پخلی کوي خو د مرګ ژوبلې او د چاودنې د ډول په اړه څه نه وايي.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب الله دانش په خپل فېسبوک پاڼه کې لیکي چې په دغه برید کې ۳۹ ته شهیدان شوي او ۴۵ تنه ټيپان شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل روغتونونو ته ۱۰ تنه شهیدان او څه باندې ۱۰ تنه ټپيان لېږدول شوي دي.
یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې د دغې پېښې ۳۰ شهیدان او ۲۰ تنه ټپيان د کابل روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د پېښې شاهدان طلوع نیوز ته وايي ځانمرګی بریدګر جومات ته ننوتی او هلته یې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
دغه شاهدان وايي چې پېښې په سیمه کې یې د څو تنو مړي لیدلي دي. ویل کېږي چې د دغې سیمې اوسېدونکي د لمانځه د ادا کولو لپاره راغلي وو.
تراوسه هڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.
دغه برید په داسې حال کې ترسره کېږي چې له دې وړاندې هم په کابل کې سپېڅلي ځایونه او جوماتونه د داعش ډلې له خوا په نښه شوي دي.
د دغه برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.