یوه ۶۳ کلن کس له کلونو انتظار او هڅې څخه وروسته وتوانېد چې د پښتو ژبې له پوهنځي څخه د لیسانس سند ترلاسه کړي.
عبدالودود چې په ۵۰ مه هجري لمریزه لسیزه کې ښوونځی بشپړ،خو د مالي ستونزو له امله ونه توانېد چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي؛خو دوه کاله مخکې،د برهان الدین رباني پوهنتون ته یي لاره پیدا کړه او سږ کال یې د فراخ سند ترلاسه کړ.
دغه کس د خپل فراغت ورځ د خپل ژوند تر ټولو ستره ورځ بولي او وايي چې د ماسټرۍ د اخیستو هیله هم لري.
د نوموړي شپږو زامنو او څلورو لوڼو ټولو زده کړې کړي دي، خو ښايي چې د بچیانو فراغت یې له پوهنتون څخه د هغه د فراغت په شان له ولولو ډک نه وي.
په زړه پورې خو دا دی چې د دغه ۶۳ کلن سړي له فراغت سره په ورته وخت د هغه یوه زوی هم په لاهور کې د انجینرۍ له څانګې د فراغت سند ترلاسه کړ.