د پکتیا ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې تېرو څلورو کلونو کې ۱۳ د نجونو ښوونځي د ترهګری ګواښونو او نا امنیو له کبله کې تړل شوې دي.
د پکتيا د پوهنې رييس، کوچي ځاځي وويل:«امنیتي ستونزې لامل شوې دي چې یو شمېر زدهکوونکي له ښوونځیو پاتې شي او یا هم له ستونزو سره ښوونځیو ته ولاړ شي.»
په همدې حال کې د پکتیا والي، شمیم کټوازی وايي چې د ښوونځیو پرانیستو په موخه هڅې روانې دي.
نوموړی زیاتوي:«د پکتیا پوهنې ریاست او ولایت چارواکو له قومي مشرانو سره خبرې اترې پیل کړې دي تر څو د ښوونځیو پرانیستو لپاره د حل لاره پیدا شي.»
خو د پکتیا د پوهنې ریاست مسوؤلین وايي چې د پکتیا ولایت څلور کلنو هڅو په دې برخه کې پایله نه درلوده.
د زرمت ولسوالۍ د پوهنې مدیر، عبدالرشید عثماني وايي:«له طالبانو سره د ښوونځیو پرانیستو په موخه له میاشتو راهیسې خبرې اترې روانې دي، خو تر اوسه یې پایله نه درلوده.»
د پکتیا ولایت د پوهنې مسوؤلین وايي چې د ښوونځیو تړل کېدل له یوې خوا او له بلې خوا د ښوونځیو لپاره د ودانیو نشتوالی لامل شوی دی چې ډېر شمېر زدهکوونکي له زدهکړې پاتې شي.