د کورنیو چار وزارت وايي چې د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې ۵ تنه طالب وسلهوال وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې یاد شمېر طالب وسلهوالو ته تېره شپه (یک شنبې د تلې۱۶مه) د پولهساتو په ځوابي برید کې مرګ ژوبله اوښتې ته.
خبرپاڼه وړاندې کاږي چې تېره شپه یو شمېر طالب وسلهوالو کله چې د ګیان ولسوالۍ په وليوس سیمه کې د پولهساتو ځواکونو پر پوستو برید وکړ د دې ځواکونو له ځوابي بری سره مخامخ شول.
خبرپاڼه وايي چې د وژل شویو وسلهوالو مړي او یو شمېر وسلې په سیمه کې پاتي دي.
په دې نښته کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.