Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

څارونکي بنسټونه د استازو لخوا د چارواکو استیضاح باج اخیستل بولي

یو شمېر هېوادوال وایي په ملي شورا کې د دوی ډېری استازي په لویو پرېکړو کې ملي ګټې تر پښو لاندې کوي او خپلو شخصي ګټو ته پام کوي.

دوی وايي چې د ولسي جرګې دغو غړو، د ملي امنیت د عمومي رییس د استیضاح په وړاندې معامله کړې ده.

د لوګر اوسېدونکی حکمت الله په دې اړه وايي:«پارلمان په خپل کاري کلونو کې ثابته کړې چې هېڅکله ملي ګټو ته فکر نه کوي.»

د کابل اوسېدونکی محمد ادریس په دې اړه وویل:«د افغانستان پارلمان تل په سوداګریو او اختلاسونو کې لاس لرلی دی او د خلکو د رایو له حق څخه یې ناوړه ګټه اخیستې ده.»

د ملي شورا ځينې غړي په ځانګړې توګه د ولسي جرګې غړي د ملي شورا په ډېریو غونډو کې د امنیتي بنسټونو له ناتوانیو نیوکه کوي، خو د چهارشنبې په ورځ د ملي امنیت د عمومي رییس له استیضاح په ساده‎ګۍ سره تېر شول.

ځینې خلک  په دې اند دي چې د ولسي جرګې ډېری غړي د حکومت پر کړنو څارنه د ځان لپاره یو ډول امتیاز بولي.

د کابل اوسېدونکی مطیع الله سروري څرګنده کړه:«ټول هغه کسان چې په دغه هېواد کې ژوند کوي، د دولت په شمول د افغانستان له پارلمانه ستومانه شوي دي.»

د کابل بل اوسېدونکی ضیا عباسي هم وايي:«پارلمان تر ډېره د خپلو شخصي معاملو په فکر کې وي د ملت لپاره کار نه کوي، موږ او تاسې تر ډېره شاهد یوو چې وکیلان، وزیران د خپلو شخصي ګټو لپاره استیضاح کوي.»

له بلخوا د ملي شورا پر کړنو د څارنې بنسټ یو مسوول وايي د ولسي جرګې د چهارشنبې په غونډه کې ۱۳۵ تنه حاضر و، خو د استیضاح بهیر په پيلیدو یوازې ۶۶ تنو رایه ورکړه چې د ملي شورا د غړو دا کار له حکومتي چارواکو سره د استازو د پټو معاملو ښودنه کوي.

د ښځو د مطالعاتو  بنسټ پر پارلماني چارو د څار پروګرام مسووله عاطفه ابراهیمي په ډاګه کوي:«هغه څه چې زموږ لیدونکو د پارلمان په کچه لیدلي د دې څرګندويي کوي چې په هغې ورځې جوړجاړی شوی دی.»

د ولسي جرګې د نصاب نه پوره کیدل د چهارشنبې په ورځ د ملي امنیت په عمومي ریاست کې د معصوم ستانکزي د پاتې کېدل لامل شول.

له هماغه پيله کله چې دوې اونۍ مخکې د ملي امنیت د عمومي رییس د استیضاح موضوع په ولسي جرګه کې مطرح شوه، د جرګې غړي په دوو برخو ویشل شوي و.

شریک یي کړئ