Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

څېړنه: افغانستان کې د پرمختګونو سربېره بې وزلي مخ په زیاتېدو ده

د المان د اقتصادي او پراختیايي همکاریو وزارت وايي چې په افغانستان د تېرو کلونو په لړ کې، د زښته زیاتو بهرنیو مرستو سربېره، په دغه هېواد کې ارماني موخې نه دي ترلاسه وشي.

د المان دغه بنسټ وايي چې د ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۸ کلونو په منځ کې د ۱۴۸ رپوټونو له څېړلو سره چې په افغانستان کې د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا په اړه خپاره شوي نتیجه ګیري کړې چې په دغه هېواد کې د پرمختګونو سربېره، د بې وزلۍ کچه مخ په زیاتوالي ده.

دغه څېړنه د دې ښودنه کوي چې افغانستان له ۲۰۰۱ز کال راهیسې زده کړې، ښوونې او روزنې، روغتیا، برېښنا او اوبو، د ولایتي او مرکزي چارواکو د وړتیا لوړوالي او ښې حکومتوالۍ، په برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

د دغو موندنو پربنسټ، په افغانستان کې د خلکو د ژوند کیفیت هم د پام وړ زیاتوالی موندلی، اوس د هېواد ۷۵ سلنه نفوس روغتیايي خدمتونو ته لاسرسۍ لري، د میندو مړینه په هرو ۱۰۰ زرو زېږونونو کې ۳۹۶ ته رسېدلې ده، کابو ۳۰ سلنه نفوس برېښنا ته لاسرسۍ لري او ۵۵ سلنه افغانان پاکو اوبو ته لاسرسۍ لري.

په دغې څېړنه کې همدارنګه راغلي دي چې په ښوونځيو کې د ماشومانو شمېر په ۲۰۰۱زیږدیز کال کې له یو مېلیون څخه په ۲۰۱۹زیږدیز کال کې ۹ مېلیونه او ۲۰۰ زرو ته رسېدلی دی.
 
د دغو موندنو پربنسټ، خو په هېواد کې د بې وزلۍ کچه له ۲۰۱۵ زیږدیزکال راهیسې د زیاتوالي په حال کې دی او ۵۵ سلنې ته رسېدلې ده.

د المان د دغه وزارت موندنې ښيي د افغانستان د حکومتي بنسټونو جوړښتونه او خدمتونه په پڅه توګه پرمختګ کوي او د ودې په حال کې غوښتنو او اړتیاوو ته رسېدنه، ډېره لرې ده. 

په دغې څېړنه کې راغلي دي چې افغان حکومت توانېدلی د هېواد په بودیجه کې خپله ونډه ۴۵ سنلې ته ورسوي، خو حکومت د ښې حکومتوالۍ او د پروګرام په عملي کولو د ظرفیت له کموالی سره مخامخ دی.

دغه موندنې د دې ښودنه کوي چې فساد او «قوم پالنه»، جګړه او د نشه توکو غیر قانوني اقتصاد، له مهمو عاملینو دي چې د خلکو په منځ کې یې د حکومت اعتماد ته زیان رسوی دی. افغان حکومت توانېدلی د هېواد زېربناوې به کافي کچه او په خپلواکه توګه خوندي کړي.

د دغې څېړنې پر بنسټ، له اقتصادي پلوه، افغانستان د کورنیو سرچینو د لرلو له پلوه (مس، نفت، د ډبرو سکاره، اېټلوم، سره زر او ګرانبیه ډبرې.) د پراختیا لوړ ظرفیت لري او کولای شي له تیوري پلوه د تجدید منوونکو سرچینو څخه د پام وړ انرژي تولید کړي.
 
دغه څېړنه همدارنګه ښيي چې افغانستان په راتلوونکي کې کولای شي د سیمې پر یوه نښلوونکي بدل شي.

د بزګرۍ پراختیا د هېواد په اقتصادي وده کې یو له مهمو برخو دی چې په دغې څېړنه کې له هغې یادونه شوې ده.

په څېړنه کې راغلي دي چې افغانستان د زېربنا په برخه کې یوه اندازه پرمختګ کړی دی خو کورنۍ او بهرنۍ خصوصي پانګونې د امنیتي ګواښونو له پلوه ډېره کمه ده.

په څېړنه کې همدارنګه له هغو موردونو یادونه شوې چې افغانستان نه دی توانېدلی په هغه برخه کې پرمختګ وکړي.

د زیاتوالي په حال کې ناامني، د بشري حقونو په برخه کې تشې، د ښځو حقونو کې کم پرمختګ، له ښوونځيو د وتلو لوړه کچه، په ښوونځيو کې د نجونو د شاملېدو ټیټه کچه، د نالوستۍ لوړه کچه، د اقتصادي پرمختګ ټیټه کچه، په حکومتي ادارو کې د فساد شتون له اصلي ستونزو دی، چې د دغه رپوټ پربنسټ افغانستان لا هم له هغوی سره لاس او ګرېوان دی.

هغه نورې کمبودیانې چې په دغه رپوټ کې له هغو یادونه شوې د مرسته کوونکو هېوادونو ترمنځ کمه همغږي، په حکومت کې موازي جوړښتونه، د شریکو او همکارو بنسټونو د غوراوي په برخه کې کمه پاملرنه، په ولایتونو کې د پراختیايي فعالیتونو نامساوي وېش، د پراختیايي فعالیتونو د تطبق لپاره د بنسټي وړتیا کموالی، دی.

په څېړنه کې همدارنګه راغلي هغه ستونزې او کمبودیانې چې ترې یادونه شوې په حکومتي بنسټونو کې یې فساد زیات کړی دی.

د المان د اقتصادي او پراختیايي همکاریو وزارت په دغې څېړنه کې وړاندیز کوي چې په راتلوونکي باید مناسبې تګلارې عملي شي چې د افغانستان خلک ډېر پرمختګ ته ورښېږي چې له څلوېښتو کلونو راهیسې له جګړې کړېدلي دي د هیلې لپاره یوه دریڅه پرانیستل شي.

شریک یي کړئ