Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د هوا ککړتیا د لوړې کچې او خطرونو په اړه اندېښنې

کابل په تېرو دوه ورځو کې د هوا ککړتیا له پلوه د نړۍ د ککړو ښارونو په لومړي سر کې راغلی دی.

ایر - ويژول یا د هوا د ککړتیا د کچې ارزونکې ویب پاڼه چې شېبه په شېبه د نړۍ د تر ټولو ککړو هېوادونو د وضعیت په اړه رپوټ ورکوي د یکشنبې په ورځ د نړۍ د تر ټولو ککړو ښارونو په سر کې د کابل نوم راوړی دی. چې د دغه ښار په ځینو برخو کې د هوا د ککړتیا کچه له معیاري حده وتلې او په هر متر مکعب کې ۲۴۷ مایکروګرام ته رسېدلې ده.

د کابل اوسېدونکی برهان الدین وايي:«چاپېریال ساتنې اداره دې د هوا ککړتیا ته پاملرنه وکړي، چې ککړتیا ډېره ده او ډېری خلک ناروغان دي او ناروغي یې د همدغې هوا ککړتیا له امله ده.»

د کابل بل اوسېدونکی سروش احمدي څرګندوي:«د شپې له خوا هوا ډېره خرابېږي، له ماښام وروسته حتا وتل هم ستونزمن کېږي او د هوا د ککړتیا کچه دېره خرابه ده.»

له بلخوا د چاپېریال ساتني ملي اداره وايي دوی او په کابل کې د امریکا د سفارت د څېړنو له مخې په کابل کې د هوا ککړتیا زیاته شوې ده. خو دا بنسټ د ایر - ویژول ارزونې نه مني او وايي دا بنسټ په کابل کې د سنجولو سیسټم نه لري.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مسلکي مرستیال عزت الله صدیقي وايي:«د وزیر اکبرخان په سیمه کې چې د امریکا سفارت نصب کړې هغه هم هغه شمېرې ښيي چې په تېرو دوو ورځو کې په ښار کې د مرکز هوا څو ځله زیاته ده.»

د چاپېریال ساتنې ملي اداره د هوا د کچې ارزونې ځانګړي دستګاوې لري او په دغو دستګاوو سره هره ورځ د سهار او ماښام له خوا د کابل ښار هوا ارزوي. خو د دغې دستګاه موندنې اندېښمنونکې دي.

د هوا د ککړتیا د کچې ارزونې د ګرځنده دستګاوو کارکوونکي سعدالدین زبیر وویل:«ځينې ورځې ډېرېږي، ځينې ورځې کومه ستونزه نه لري خو په ژمي کې ککړتیا لري.» 

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مسلکي مرستیال عزت الله صدیقي زیاتوي:«حکومت باید د مخنیوي لنډمهاله او اوږد مهاله تابیاوې ونیسي.»

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې معیار په څلرویشتو ساعتونو کې په هر مترمکعب کې ۷۵ مایکروګرام دی، خو په تېرو دوو ورځو کې د سهار او مازدیګر پر مهال دا کچه زیاته شوې ده چې دغه بنسټ د حکومت لخوا په دې اړه د مخنیوي د اقداماتو غوښتنه کړې ده.
 
اخوا د چاپېریال ساتني ملي اداره وايي د دوی او په کابل کې د امریکا د سفارت د څېړنو له مخې کابل کې د هوا ککړتیا زیاته شوې ده.

شریک یي کړئ