د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل نولسمې امنيتي حوزې څرخي پله سیمه کې د دوو لاسي بمي چاودنو کې د پوځ څلور سرتېري او یو ملکي کس ټپيان شوي دي.
د یاد وزارت ویاند، نصرت رحیمي وايي نن (دونشبې د لړم په ۲۷مه نېټه) یوه ناپېژانده کس یوه پوځي روزنیز مرکز -KMTC- ته نېږدې دوه لاسي بمونه وغورځول.
که څه هم په لومړیو شېبو کې پېښه د ځانمرګي برید له کبله وبلل شوه، خو وروسته راپور ورکړل شو چې پېښه د دوو لاسي بمونو د چاودنې له کبله رامنځته شوې وه.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې پولیس د پېښې عامل د نیولو په موخه پلټنې پیل کړې دي.
تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.