د کاپیسا ولایت د پولیسو رسنیو دفتر د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، یوه افغان سرتېري د اله ساي ولسوالۍ په بازار کې د چاودنې له کبله ژوند له لاسه ورکړ.
خبرپاڼه زیاتوي چې چاودنه د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې په چاودنه کې شپږ ښځې هم ټپیان شوې دي.
د پولیسو د رسنیو دفتر د چاودنې په تړاو نور جزئيات نه دي ورکړي.
په همدې حال کې طالبانو د پېښې مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې په چاودنه کې د افغان ځواکونو یو قومندان له دووساتونکو سره یې ژوند له لاسه ورکړی.