د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ته نېږدې نن( دوشنبې غبرګولي۲۱مه) چاودنه شوې ده.
په دې چاودنه کې د۱۲کسانو وژل کېدل او ۳۱ ټپيان شوي دي.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند، حشمت ستانکزی هم وايي چې دا چاودنه یوه ځانمرګي بریدګر ترسره کړې ده.
بل خوا د پیښې عیني شاهدان وایي، دغه چاودنه د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د کارکوونکو د وتو پر مهال شوې ده.
د برید مسوؤلیت په اړه تر اوسه چا څه نه دي ویلي.
ښايي د برید له امله اوښتې مرګ ژوبله زیاته شي.
په دې اړه مو اندونه