دفاع وزارت په کندز ولایت کې له ترهګرو د پاکوالي په موخه د پوځي عملیاتو له پیله خبر ورکوي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې نن(پنج شنبې د لړم په ۳۰مه نېټه) راغلي دي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دغه پوځي عملیات د "پامیر۱۱۰" نامه لاندې تېره شپه پیل کړي.
خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي:«دغه عملیات چې د کندز ولایت د اوسېدونکو په غوښتنه پیل شوي، له ترهګرو د دغه ولایت تر پاکېدو پورې به دوام وکړي.»
د خبرپاڼې له مخې د پامیر ۲۱۷قول اردو قومندان هم د دغو عملیاتو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو له بشپړه چمتووالي خبر ورکړی او له خلکو یې غوښتنه کړي، څو له افغان ځواکونو سره همکاره ووسي.
ملي دفاع وزارت همداراز ويلي چې د یاد وزارت د اپراسیون رییس، هیبت الله علیزی چې اوسمهال کندز ولایت کې دی، د عملیاتو له پرمختګه خبر ورکوي.