Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یوسف نورستاني امریکا کې په بند محکوم شو

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون پخوانی رییس، احمد یوسف نورستاني د امریکا یوې فدرال محکمې لخوا په ۶ میاشتیني کورني بند محکوم شو.

د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا څانګړې څار اداره (سیګر) چهارشنبې(د وږي په ۱۲مه نېټه) یوې خبرپاڼه کې اعلان کړی دی چې ښاغلی نورستاني "له عمومي بودجې د غلا"  په تور محکوم شوی دی.

په همدې حال کې د ښاغلي نورستاني کړه وړه به هم تر درېوو کالو څارل کیږي.

د سیګر خبرپاڼه کې راغلي دي چې نورستاني د ۲۰۱۹ زیږدیز کال په وروستیو کې پر ځان تورونه منلي وو او دولت ته یې د پیسو د بیا لېږد سره هوکړه کړې وه.

پر ښاغلي نورستاني ۲۰۱۹ زیږدیز تورونه مطرح شول او د امریکا کالفرنیا په یوې محکمې کې یې اعتراف وکړ دا چې ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۸ زیږدیز کلونو کې یې د سفرونو او د ژوند ځای په تړاو دروغ ویلي  او په غیرقانوني توګه یې له ۱۰۰ زرو ډېرې امریکايي ډالره د ټولنیزې هوساینې په توګه ترلاسه کړي دي.

احمد یوسف نورستاني له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۶ زیږدیزو کلونو پورې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس وو. هه همداراز ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې د ولسمشر غني لخوا د مشرانې جرګې انتصابي غړي په توګه وګمارل شو.

یوسف نورستاني امریکا کې په بند محکوم شو

په همدې حال کې د ښاغلي نورستاني کړه وړه به هم تر درېوو کالو څارل کیږي

شریک یي کړئ