یوناما د افغانستان نن(یک شنبې د مرغومې په لومړۍ نېټه) د ټاکنو کمېسیون لخوا د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلانه هرکلی کړی.
دغه بنسټ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه کار ستایلې.
اعلامیه کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو له قوله راغلي دي:«د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په ۲۸مه، د افغانستان اتباعو له امنیتي ګواښونو سره سره د یو ښه راتلونکي لپاره خپلې رایې وکارولې. دا رایه ورکونکي د خپلې مدني دندې د ترسره کولو له امله د ستاینې وړ دي.»
یاماموتو له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې څو د دغه بهیر د بشپړتیا ساتنه وکړي.
هغه وړاندې ویلي دي:«د دغه بهیر په وروستي پړاو کې د ټاکنیزو بنسټونو هره پریکړه باید روښانه قانوني او تخنیکي توجیهات ولري او باید د افغانستان خلکو ته په روښانه ټکو کې واضح کړل شي.»
د یوناما خبرپاڼه کې همدراز راغلي دي چې وروسته له دې د ټاکنو وروستیو پایلو ته د زمینې برابرول د ټاکنو بهیر دټولو ښکیلو اړخونو، د ټاکنیزو بنسټونو، نوماندانو، مدني ټولنو او رسنیو ګډ مسولیت دی.
خبرپاڼه کې د یاماموتو له قوله ویل شوي دي:«ټول کاندیدان ددې فرصت لري، چې خپلې اندیښنې، د مناسبو میکانیزمونو له لارې، په ټاکل شوي وخت کې د اړونده قانوني چوکاټونو، مقررو او تګلارو پراساس مطرح کړي. په عین وخت کې، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مکلفیت لري ،چې هر ور رسیدونکي شکایت ته په شفاف او دقیق ډول رسیدنه وکړي، چې د ټاکنو بهیر په باوري ډول پای ته ورسیږي.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې له کابو دریوو میاشتو وروسته اعلان کړې.
د کمېسیون د شمېرو له مخې ولسمشر غني له ۹۲۳زره زیاتو رایو په ترلاسه کولو ۵۰،۶۴سلنه رایې خپلې کړې او لومړۍ ځای کې دی.
همداراز اجراییه رییس، عبدالله عبدالله د ۳۹،۵۲ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره د نوملړ په دوهم ځای کې دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې پایلې یې د ۱۸۲۴۴۰۱ معتبرو رایو له مخې اعلان کړې دي.