Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوناما: د ټاکنو بهیر کې د تاوتریخوالیو له کبله۸۵ تنه وژل شوي

یوناما وايي چې د تلې په ۶مه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو بهیر کې تاوتریخوالیو له کبله ۸۵تنه وژل شوي او ۳۷۳ نور ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر پلاوي (‎په افغانستان کې د ټاکنو اړوند تاوتریخوالی او پرملکیانو یې اغیز) تر عنوان لاندې راپور کې سې شنیې(د تلې په ۲۳مه نېټه) ویلي دي چې په دې ډله کې ۲۷۷ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښټې چې له ډلې یې ۲۸ تنه وژل شوي او ۲۴۹ ټپیان شوي دي.

راپور همداراز زیاتوي چې د سپټامبر په ۲۸مه د رایې ورکولو په ورځ ترسره شویو بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې، چې یو پردریمه یې ماشومان دي.

دغه رپوټ نه یوازې ملکیانو ته د ټاکنو دګډوډولو په موخه د طالبانو له تاوتریخوالي ډکو بریدونو په مټ ور اوښتي زیانونه، چې ۸۰ په سلو کې یې د ټاکنو اړوند ملکي مرګ ژوبله ده، مستند کړي، بلکې د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال او د ټاکنو په ورځ یې د طالبانو لخوا د ملکي افرادو په وړاندې د تښتونو، ګواښونو، ډارونې او ځورونې نمونې هم په ګوته کړي دي‎.

د یوناما په اعلامیه کې د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو له قوله لیکل شوي دي:«‎دغه بریدونه او د طالبانو لخوا خپره شوې رسمي اعلامیه ښیي، چې دوی په قصدي ډول سره وغوښتل ټاکنیز بهیرونه وننګوي او افغانان له ویرې او ترهې پرته په ازاد ډول په دغه مهم سیاسي بهیر کې د برخې اخیستو له حق څخه محروم کړي.‎»

تدامیچي یاماموتو له ګواښونو سره سره په ټاکنو کې د خلکو ګډون ستایلی دی.

هغه همداراز ویلي دي:«‎ډیرافغانان په داسې حال کې چې د بریدونو له ګواښ سره مخامخ وو خپله رایه یې ورکړه، چې زه ددغه زړور عمل ستاینه کوم.»

د یوناما مشر زیاته کړې ده چې پر ټاکنیزو بنسټونو او مرکزونو وسله وال بریدونه دمنلو نه دي.

ښاغلي یاماموتو وړاندې ویلي:«د رایې ورکونکو، د ټاکنو د کارکونکو، کمپاین کونکو، د ټاکنیزو غونډو او د رایې ورکولو مرکزونو په وړاندې په قصدي ډول د تاوتریخوالي د عمل ترسره کول په بشپړ ډول د نه منلو وړ دی.»

یاماموتو ویلي چې ملګري ملتونه پرملکي وګړو پراخ یا سیستماتیک بریدونه غندي. 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي مشر ویلي چې ملګري ملتونه پرملکي وګړو پراخ یا سیستماتیک بریدونه غندي. 

شریک یي کړئ