Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یوې کورنۍ له ۲۱ کلونو وروسته خپلې دوه ورکې شوې لوڼې پيدا کړې

یوې کورنۍ له ۲۱ کلونو وروسته خپلې دوه ورکې شوې لوڼې پيدا کړې، د دغو نجونو مور وايي چې تهمینه او زینب د یو بل د عمه او ماما لوڼې دي او کله چې دوه کلنې وې، په مزارشریف ښار کې غلا شوې او اوس له ۲۱ کلونو وروسته پیدا شوي دي.

زینت له هغو دوو نجونو څخه ده چې یوویشت کاله په پردۍ کورنۍ کې روزل شوې او ددې کورنۍ له زوي سره یې کوژده کړې ده.

نوموړې وايي هغه وخت یې پام شو چې د دې کورنۍ غړې نه ده چې ګاونډیانو یې خبره کړه، له هغې ورځې وروسته دواړو خویندو هڅه وکړه ترڅو خپلې اصلي کورنۍ پيدا کړي.

زینت عزیزي وايي:«هر څوک به مې چې لیدل د تېر ژوند کیسه به مې ورته کوله چې دومره وخت کېږي موږ ورکې شوې یوو او د خپلې کورنۍ په لټه کې یوو او موږ فکر نه کاوه چې وکړای شو خپله کورنۍ پیدا کړو خو بالاخره زموږ کیسو خپل رنګ ښکار کړ او دا دی نن مو خپله کورنۍ پيدا کړه.»

تهمینه وايي د دې کورنۍ غړي د خپلې اصلي کورنۍ په شان پرې ګران وو خو د خپلې اصلي کورنۍ په لټه کې هم وې.

هغه زیاتوي دا بې وزله کورنۍ وه او د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ په یوه کلي کې اوسېده.

تهمینه نوابي څرګندوي:«کله چې به اختر کېده موږ به د تګ ځای نه درلود او په کور کې به ناستې وو. هر څوک چې به خپل د پلار او مور او نورو خپلواکو کره تلل، بیا موږ ویل چې کاش خپل پلار او مور پیدا کړو چې موږ هم لږ تر لږه یوه شپه له هغوی سره تېره کړو.»

تهمینې او زینت په دې ۲۱ کلونو کې فکر کاوه چې سره خویندې دي. فریبا او زبیدې له ۲۱ کلونو هڅو وروسته خپلې لوڼې پيدا کړې دي.

د تهمینې نوابي مور فریبا نوابي وویل:«ډېره هڅه مو وکړه تر ۲۰ ورځو په روضې مبارکه کې کېناستو د نورو ورک شوي ماشومان پیدا شول خو زموږ نه.»

د زینب عزیزي مور زبیدې عزیزي  څرګنده کړه:« کوم کبابي ته ورغلل او کیسه یې وکړه چې ورکې شوې یوو هلته زموږ د بزګرو ښځې وې، چې موږ ۲۱ کاله مخکې له روضې څخه ورکې شوې یوو او موږ یې پټې کړې یوو زموږ د بزګر ښه پورته شوه او وې ویل چې د سردار دوه لمسیانې یې غلا کړې دي. هم یې د زوی او هم یې د لور هغې ښځې ویلي چې د خدا په مرسته مور او پلار مو پيدا کوم.»

هغه کس چې له زینت سره یې واده کړی په کرنیزو چارو بوخت و او د پلار او مور له مړینې وروسته د کار لپاره مزارشریف ته ولاړ.

د زینب خاوند کاظم وايي:«دا دوه نجونې کومې ښځې اخیستې وې، د یوه وخت لپاره له هغوی سره وې خو د بې وزلۍ له امله وې نه شوی ساتلی او زما مور او پلار ته یې ورکړې او په خپله کوم بل هېواد ته ولاړې.»

دزینب ورور سیاوش عزیزي زیاته کړه:«که‎چېرې اوس هم هغه کسان پیدا کړو د قانون منګولو ته یې سپارو.»

دغه دوې نجونې له یوویشتو کلونو وروسته له خپلو کورنیو سره یو ځای شوې خو په دې موده کې په بل ډول کورنۍ کې روزل شوې او ښايي د وخت په تېرېدو سره به له خپلو اصلي کورنیو سره بلدې شي.

دوی وايي هغه وخت یې پام شو چې د دې کورنۍ غړې نه ده چې ګاونډیانو یې خبره کړه، له هغې ورځې وروسته دواړو خویندو هڅه وکړه ترڅو خپلې اصلي کورنۍ پيدا کړي.

شریک یي کړئ