Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

معترضان په څو ولایتونو کې د یما سیاوش د قتل د دوسیې څېړل غواړي

د یما سیاوش او د هغه د همکارانو د قتل د دوسیې د څېړلو لپاره په ولایتونو کې د ځنځیري اعتراضونو د پای په درشل کې، لا هم د افغانستان بانک په موټر کې د چاودنې څرنګوالي په هکله معلومات په واک کې نشته.

له دغې چاودنې کابو دوه نیمې میاشتې تېرېږي او د یما سیاوش د کورنۍ له عدالت غوښتنې وروسته، کابو دوه اوونۍ مخکې د هېواد په ولایتونو کې هم د دغې پېښې د شواهدو د خپرېدو لپاره د لاسلیکونو د راغونډېدو بهیر هم پيل شو.

د شنبې پر ورځ هم په مزارشریف کې د یما  سیاوش د قتل د پېښې د څېړلو لپاره اعتراض وشو. معترضان د رسنیزو فعالانو او د مدني ټولنې د فعالانو د لاسلیکونو په راټولولو سره له نړیوالو بنسټونو او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې د افغانستان بانک په موتر کې د چاودنې څرنګوالی وڅېړي.
 
دا زنځیري اعتراضونه شاخوا دوه اوونۍ وړاندې پېل شول او په شلو ولایتونو کې معترضانو د بانک د امنیتي کمرو د تصویرونو او د په نښه شوي موټر د جي پي اس د معلوماتو په ګډون د افغانستان بانک په موټر کې د چاودنې په تړاو د ټولو شواهدو د خپرېدو غوښتنه کړې ده.
  
د بلخ د علماوو شورا منشي عبدالرووف توانا وايي:«د سیاوش شهادت، د ایاز نیازي شهادت، په حقیقت کې د دغه ملت د ژبې پرې کول دي!»

د سږکال د لړم میاشتې پر اولسمه د افغانستان بانک په موټر کې د چاودنې له امله د دغه بانک رسنیز سلاکار یما سیاوش؛ د افغانستان بانک د دفتر د اجرايي آمریت مرستیال احمدالله انس او موټر چلوونکی امین الله رضایي ووژل شول.

د نیمروز ولایت یو تن اوسېدونکي وویل:«حکومت باید ژر ترژره د یما سیاوش د ترور عاملین په ګوته کړي او هغوی د قانون منګولو ته وسپاري.»
 
د زابل یو تن اوسېدونکی هم وايي:«موږ له جګړې ډېر ستومانه یوو! موږ له دغو ترورونو او دغو ترهګرۍ ډېر ستومانه شوي یوو!» 

تر دې وړاندې د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي دي چې د دې پېښې په تړاو څو تنه نیول شوي دي او په دې هکله  څېړنې روانې دي؛ خو د یما سیاوش کورنۍ د هغه د قاتل د پېژندنې په چاره کې د افغان حکومت د نه همکارۍ له امله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کړی دی.

معترضانو د بانک د امنیتي کمرو د تصویرونو او د په نښه شوي موټر د جي پي اس د معلوماتو په ګډون د افغانستان بانک په موټر کې د چاودنې په تړاو د ټولو شواهدو د خپرېدو غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ