Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورونا خپرېدو د چاپي رسنیو مخاطبین زیات کړي دي

د ورځپاڼو ځينې مسوولین وایي، تېر یو کال کې یې، پر وېبپاڼو خپل راپورونه ډېر خپاره کړي، چې ورسره یې څارونکي ډېر شوي.

دا له هغې وروسته چې کورونا وایرس او له کبله یې محدودیتونو، د ورځپانو لوستونکي اړ کړي وو، چې مطالب یې پر وېپاڼه ولولي. 

د هشت صبح ورځپاڼې مسوول مدیر مجیب مهرداد وویل:«په ټوله نړۍ کې خلکو ته اطلاعات د ځينو لګښتونو په بدل کې ورکول کېږي. یعنې خلک باید په ورځپاڼو کې ګډون وکړي؛ چې دغه ورځپاڼې وکړای شي له مالي پوله خپله خپلواکي تامین کړي.»

اوس میاشتې وشوې، چې ورځپاڼو خپلې چارې عادي کړې دي، خو سمبالوونکي یې وایي، پېرېدونکي یې کم دي.

محمد حکیم چې له کلونو راهیسې په کابل کې د چاپي رسنیو پر پلور بوخت دی وایي چې له څه مودې راهیسې د دغو رسنیو مخاطبان ډېر ورځي خو د ده په وینا شمېر یې د تېرو کلونو پرتله کم شوی دی.

ورځپاڼه پلورونکی محمد حکیم حکیم‌ یار څرګندوي:«اوس زه د ورځې له خپل هر اخبار لس دانې، شل دانې او دېرش دانې پلور لرم؛ د تېر پرتله د خلکو لېوالتیا لږه زیاته شوې ده.»

د کابل اوسېدونکی محمدعمر وايي:«د ښوونځي له پنځم ټولګي مې د ورځپاڼو له مسایلو سره مینه لرله او حتا په انیس او د هغه وخت په اصلاح کې ما کلنۍ ګډون کاوه. له هغه مهاله تراوسه زه لېوالتیا لرم.»

په وروستي یوه کال کې چاپي رسنۍ پر نورو ستونزو سربېره د کورونا ویروس د وبا له امله د خپلو لوستونکو له کموالي سره مخ شوي دي.

په هېواد کې د چاپي رسنیو شمېر ۱۲۸۰ ته رسېږي او د  اطلاعاتو او کلتور وزارت د چارواکو په وینا له دې منځه ۸۹ یې ورځپاڼې دي.

 د ټولنیزو رسنیو د کمېسیون د شمېرو له مخې یوازې پروسږکال له دغه کمېسیون نه ۶۵ تازه رسنیو د کار جواز اخیستی دی چې په دغو رسنیو کې ۴۱ چاپي هغه وې.

شریک یي کړئ