Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د حکومت همکاري غواړي

ځينې خبریالان، په هغو مراسمو کې چې «د افغانستان د خبریالانو ملي کور» له خوا د خبریالانو له کړنو د ستاینې لپاره جوړ شوي وو، له اسلامي امارته غواړي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه ورته برابره کړي.
  
دغه خبریالان وايي، په اوسنیو شرایطو کې د راپور جوړونې لپاره د کره اطلاعاتو لاسته راوړنه ډېره سخته شوې او دا یې هره ورځنۍ ستونزه ده.

خبریاله رخسار حمیدي طلوع نیوز ته وايي:«له اسلامي امارته هیله کوو چې خبریالانو ته لږه پاملرنه وکړي په ځانګړې توګه ښځينه خبریالانو ته.»

خبریال ذبیح الله شریفي هم وویل:«له سرپرست حکومته غواړو چې بیان ازادۍ ته درناوی وکړي او خبریالانو ته معلومات په وخت ورکړي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال بیا وايي، دغه بنسټ به د رسنیو چارو د ښه والي او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخو کې هڅې وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال څرګندوي:«هڅه کوو چې د خبریالانو ستونزې پای ته ورسېږي او دا خبریالانو مسلم حق دی چې باید هغوی په موقع اطلاعاتو ته لاسرسی ولري.»

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال عبدالله حبیب هم وايي:«د هرڅه له خپرولو چې د خلکو د ذهن د تخریب لامل کېږي ډډه وکړئ د خبریالانو او رسنیو د امنیت ساتل د اسلامي امارت حکومت لومړی درجه مسوولیت دی.»

دلته د خبریالانو ملي کور په یو لړ مراسمو سره یو شمېر خبریالان وستایل.

د خبریالانو د ملي کور رییس سید یاسین متین څرګندوي:«په یوه وروستي کال کې د خپلو هم مسلکانو له کړنو ستاینه وکړو چې زموږ دا ځانګړی کار د خبریالانو د ملي کور له خوا ترسره کړو.»

تر دې مخکې د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنې ویلي چې، له څه باندې یوه کال راهیسې شاوخوا ۲۰۰ رسنیو د اقتصادي ستونزو له امله خپل نشرات درولي او ورسره څه باندې ۶ زره رسنیز کارکوونکي بېکاره شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه