Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د للمې په کرکېلې د وچکالۍ اغېزې

په بغلان کې ځينې کروندګر وايي چې په تېرو څو کلونو کې پرله پسې وچکالۍ د دوی للمې ځمکو به تېره بیا حاصلاتو ته زیان رسولی دی.

دوی وایي چې د باران د نه اورېدو له امله یې ټول حاصلات یې له منځه تللي دي.

له بلخوا، د بغلان د کرنې او اوبو لګولو ریاست مسوولین هم وايي چې د وچکالۍ له امله د دوی ۸۵ سلنه للمي حاصلات له منځه تللي دي.

د بغلان نهرین او برکه ولسوالۍ چې ۹۰ سلنه ځمکې یې للمي دي، د وچکالۍ له امله یې حاصلات لا نه دي رسېدلي.

د دغو ولسوالیو ځایي چارواکي هم دا مني چې سږ کال د باران د نه اورېدو له امله د دوی حاصلات له منځه تللي دي.

د نهرین ولسوال مولوي محمد حسن شهاب طلوع نیوز ته وايي:«۹۰ سلنه کښتونه له مځه تللي دي او موږ له خیریه موسسو او دولته هیله لرو چې موږ له ولسوالۍ سره فوق العاده مرستې وکړي.»

د برکه ولسوال عبدالمنان حظیفه هم څرګندوي:«سږکال وچاکلي راغلې ده د وچکالۍ له امله د خلکو ۹۵ سلنه حاصلات نه دي شوي له دې امله زموږ ګران خلک ډېرې ستونزې لري.»

محمد یوسف چې د پنځم ټولګي زده کوونکی دی د خپلې کورنۍ له غړو سره د کرنیزو حاصلاتو د راټولولو لپاره راغلی خو سختې وچکالۍ دوی ته ډېر زیانونه اړولي دي.

د بغلان څاروي لروونکي هم له پرله پسې وچکالۍ اندېښمن دي او وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله خپلو څارویو ته خواړه نه شي برابرولای.

څاروي لروونکي نورمحمد وویل:«په میدان کې هېڅ نشته واښه نشته خلک دېر ضعیفه شوي دي.»

د بغلان د کرنې او اوبو لګولو ریاست وايي چې په دې ولایت کې د للمي ځمکو ۸۵ سلنه حاصلات له منځه تللي دي.

د بغلان د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنې برخې آمر مولوی نعمت الله څرګنده کړه:«په ۱۴۰۱ کال کې ۴۴ زره او ۲۵۹ هکټاره ځمکه کې للمه کرل شوې ده. چې حاصلات یې په بشپړه توګه صفر دي.»

په بغلان کې د للمي ځمکو حاصلات، غنم، وربشې، زغر او کنجد دي چې سږ کال د وچکالۍ له امله یې حاصلات په نشت حساب دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه