په فاریاب ولایت کې یوه کورنۍ ادعا کوي چې د دوی نولس کلنه لور چې له واده کولو یې نهه میاشتې تېرېدې او امیندواره هم وه، د خپل مېړه له لوري د چړې په وسیله وژل شوې ده.
د وژل شوې مېرمنې پلار عبدالقدوس وايي، له ودولو وروسته یې زوم په ځلونو خپله مېرمن ربړولې او ناوړه چلند یې ورسره کړی دي.
عبدالقدوس پهدې اړه طلوعنیوز ته وویل: «د اسلامي امارت له امنیتي ځواکونو په ډېر درنښت هیله کوم چې زما د لور قاتل ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.»
اخوا د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، دغه سړي خپله نولس کلنه مېرمن د کورنۍ تاوتریخوالي په پایله کې وژلې ده.
د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس شمسالله محمدي وايي: «د صاحب نظر په نوم یو کس خپله مېرمن وژلې ده او د دې وژنې علت کورنی تاوتریخوالی بلل شوی دی. د اسلامي امارت مجاهدین یې څاري او ډېر به یې پیدا کړي.»
په فاریاب کې یو شمېر قومي مشران له اسلامي امارته غواړي، له هغو کسانو سره جدي چلند وکړي چې دا ډول جنایت کوي.
د میمنې ښار څلورمې ناحیې د ګذر وکیل ملا خیر محمد وايي: «له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې همدغه قاتل او یا نور کسان چې دا ډول جرمونه کوي، ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.»
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې په شمالي ولایتونو په تېره فاریاب کې کورنی تاوتریخوالی ډېر شوي چې د ځایي مسوولانو په وینا بېوزلي، وزګاري، اقتصادي ستونزې او له وخته وړاندې ودونه هغه لاملونه دي چې کورنۍ ورسره مخ دي.
په دې اړه مو اندونه