Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندهار ښاروالۍ هغه ۵۰ جسدونه خاورو ته سپارلي چې وارثان یې نه درلودل

د کندهار د ښاروالۍ مسوولین وايي، د تېر یوه کال په موده کې یې د هغو پنځوسو تنو جسدونه خاورو ته سپارلي چې وارثان یې نه درلودل.

یاد مسوولان زیاتوي، تازه یې د ۱۷ تنو جسدون خاورو ته وسپارل چې له اتو میاشتو راهیسي د روغتون په ساړه ساتنځای کې د خپلوانو د موندلو په موخه ساتل کېدل.

د کندهار ښاروالۍ د عامه اړیکو مسوول زمری څرګند وايي: «په تېر یو کال کې د دویم ځل لپاره موږ ۱۷ جسدونه چې وارثان یې نه درلودل او په یخچالونو کې ساتل کېدل، خاورو ته وسپارل.»

د عدلي طب مرستیال محمد عبدالله وايي: «دا هغه جسدونه دي چې کورنۍ یې نامالومې دي؛ نه یې نومونه شته او نه یې پېژندپاڼې.»

ولي محمد له تیرو دوولسو کلونو راهیسي د کندهار په میرویس روغتون کې د جسدونو د ساړه ساتنځای مسوولیت لري.

هغه وايي، لا هم یو شمېر کورنۍ د خپلو نادرکه خپلوانو په موندلو پسي ګرځي چې ډېر کله یې جسدونه هم په لاس نه ورځي.

د کندهار په میرویس روغتون کې د مړو د ساتنځای مسوول ولي محمد زیاتوي: «کله یې چې کورنۍ نامالومه وي، موږ یې یخچال پرانیزو او که نه‌وي، بیا یې بل ځای ته لېږدوو.»

سره له دې چې په هیواد کې تیري شل کلني جګړې پر مهال لسګونه زره عام افغانان ووژل شول، خو یو شمېر کورنۍ لا هم د خپلو خپلوانو د جسدونو په موندلو پسي سرګردانه او لالهانده گرځي.

د کندهار د ښاروالۍ د مسوولانو په وینا، تازه یې د ۱۷ تنو جسدون خاورو ته وسپارل چې له اتو میاشتو راهیسي د روغتون په ساړه ساتنځای کې د خپلوانو د موندلو په موخه ساتل کېدل.

تصویر بندانگشتی

د کندهار د ښاروالۍ مسوولین وايي، د تېر یوه کال په موده کې یې د هغو پنځوسو تنو جسدونه خاورو ته سپارلي چې وارثان یې نه درلودل.

یاد مسوولان زیاتوي، تازه یې د ۱۷ تنو جسدون خاورو ته وسپارل چې له اتو میاشتو راهیسي د روغتون په ساړه ساتنځای کې د خپلوانو د موندلو په موخه ساتل کېدل.

د کندهار ښاروالۍ د عامه اړیکو مسوول زمری څرګند وايي: «په تېر یو کال کې د دویم ځل لپاره موږ ۱۷ جسدونه چې وارثان یې نه درلودل او په یخچالونو کې ساتل کېدل، خاورو ته وسپارل.»

د عدلي طب مرستیال محمد عبدالله وايي: «دا هغه جسدونه دي چې کورنۍ یې نامالومې دي؛ نه یې نومونه شته او نه یې پېژندپاڼې.»

ولي محمد له تیرو دوولسو کلونو راهیسي د کندهار په میرویس روغتون کې د جسدونو د ساړه ساتنځای مسوولیت لري.

هغه وايي، لا هم یو شمېر کورنۍ د خپلو نادرکه خپلوانو په موندلو پسي ګرځي چې ډېر کله یې جسدونه هم په لاس نه ورځي.

د کندهار په میرویس روغتون کې د مړو د ساتنځای مسوول ولي محمد زیاتوي: «کله یې چې کورنۍ نامالومه وي، موږ یې یخچال پرانیزو او که نه‌وي، بیا یې بل ځای ته لېږدوو.»

سره له دې چې په هیواد کې تیري شل کلني جګړې پر مهال لسګونه زره عام افغانان ووژل شول، خو یو شمېر کورنۍ لا هم د خپلو خپلوانو د جسدونو په موندلو پسي سرګردانه او لالهانده گرځي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه