د کڼو له نړیوالې ورځې سره هممهاله په بلخ ولایت کې یو شمېر کاڼه زدهکوونکي وایي، د زدهکړو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
دغه ګاڼه زدهکوونکي له اسلامي امارته غواړي چې د دوی د ظرفیت لوړولو په پار دې دوی ته ګټور پروګرامونه جوړ شي.
یو زدهکوونکی حمید وايي: «زموږ د ښوونځي د عملې موټر بند شوی دی او اوس اړ یوو چې اوږد پلی مزل وکړو، موږ په خپل ښوونځي کې زیاتې ستونزې لرو، دولت موږ ته قرطاسیه نه راکوي، موږ اړ یوو هر څه پهخپله واخلو.»
د معیاري ودانۍ او مسلکي ښوونکو، د درسي توکو او ظرفیت لوړونې پروګرامونو نشتوالی، د کڼو پر وړاندې تر ټولو مهمې ننګونې شمېرل کېږي.
د فرهاد په نوم یو بل زدهکوونکی پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «زما لپاره ښوونځی یوه اسانتیا ده، څو وکولی شم خپل ستونزې حل کړم، زه له ښوونځي سره زیاته مینه لرم او هره ورځ ښار کې له عادي خلکو سره خپلې ستونزې حلوم.»
یو زدهکوونکی احمد فرید وايي: «که تاسو وګورئ یو ماشوم چې جوړ دی څومره ستونزې لري، موږ د هغوی دوه برابره ستونزې لرو.»
د سویډن کمېټې مسوولان وایي، شاوخوا څلور سوه ماشومانو ته یې چې د اورېدو او خبرې کولو توانایي نهلري، د لومړنیو زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د سویډن کمېټې مسوول محراب الدین کمال وايي: «زه د دغه ماشوم وضعیت درک کولی شم او اوس غواړم چې د دغو ماشومانو لپاره مصدر د خدمت شم، څو په راتلونکي کې زما په څېر یو ښوونکی شي او له ناشنوایانو سره مرسته وکړی.»
د تلې اوومه د ناشنوایانو نړیواله ورځ ده. د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال د هېواد په شمال کې دوه زره کاڼه زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.
په دې اړه مو اندونه