Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بامیانو کې د څارویو محصولات کم شوي

د بامیان په مرکزي ولایت کې د څارويو ځينې ساتونکي او پالونکي وايي چې سږکال یې د څارویو محصولات د وچکالۍ له امله کم  شوي دي.

په بامیانو کې د څارویو ساتنه او پالنه د دغه ولایت د کورنیو د عاید یوه مهمه برخه جوړوي.

د څارویو ساتونکي او پالونکي شفیع الله وویل:«سږ کال خلکو د وښو د کموالي له امله، همدا قیماق، کورت او شیدې دومره کش نه کړې.»

ورته مهال د بامیانو ځينې اوسېدونکي وايي چې د څارویو د محصولاتو د پلور کچه یې د تېرو کلونو پرتله ښه ده.

پلورونکي ظاهر وویل:«سږکال الحمدالله لارې امنې وې په ټول کې پېر او پلور ښه و، تر یوه حده بد نه و.»

بل پلورونکي محمد علي هم طلوع نیوز ته څرګنده کړه:«عوایدو ته په پام سره د تېر کال پرتله سږکال پېر او پلور ښه و.»

بلخوا د بامیانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست وايي هغو ننګونو ته چې د څارویو پالونکي ورسره مخ دي، رسېدنه به وشي.

د بامیانو د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ رییس ذبیح الله رب دوست وايي:«هغه تقاضا چې خلک یې لري چې د لبنیاتو د پلور لپاره یو ځانګړی بازارګی جوړ شي موږ په پرمختیايي پلان کې نیولی او همدارنګه له همکارو موسسو غوښتنه لرو چې د څارویو ساتونکو او پالونکو ته دا ډول زمینه برابره کړي.»

له دې مخکې په بامیان ولایت کې د اوه مېلیون افغانیو په ارزښت د حیواني محصولاتو د پېر لپاره یو بازار جوړ شوی او ترې استفاده شوې، خو له یوه کال راهیسې د نامعلوم علت له امله هټۍوال دغه بازار ته نه دي راستانه شوي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه