د میدان وردګ ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، تر اوسه پهدې ولسوالۍ کې د نجونو لپاره هېڅ ښوونځی نهدی جوړ شوی.
دوی زیاتوي، پهدې ولسوالۍ کې نجونې له زدهکړو بېبرخې دي.
د دایمیرداد ولسوالۍ اوسېدونکي هېواد الله وايي: «پاس او لاندې ورشئ، وګورئ پهدې ولسوالۍ کې د نجونو هېڅ ښوونځی نهشته.»
د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی رحمتالله وايي: «خداي پېژندنه د علم واسطه تر لاسه کېږي او خلک له علم سره مخالفت نهلري؛ بلکې علم غواړي.»
د دې ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، د نجونو د زدهکړو پر وړاندې هېڅ کلتوري او سيمهييز محدودیت نهشته او غوښتنه کوي چې د نجونو لپاره دې ښوونځي جوړ او تر څنګ يې په هېواد کې د شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو پر خلاصيدو ټينګار کوي.
د ديمیرداد ولسوالۍ اوسيدونکی خان محمد وايي: «له کلتوري اړخه د نجونو له زدهکړو سره هېڅ ستونزه نهلرو، غواړو چې زموږ په سیمه کې د نجونو ښوونځي جوړ شي.»
د ديمیرداد ولسوالۍ اوسيدونکی سيد محمد وايي: «شکر دی مسلمانان یوو، غواړو چې زموږ خویندې او نجونې درس ولولي، څو خپل لمونځ زده کړي او لیک او لوست وکړای شي.»
بل خوا د ميدان وردګ سيمهييز مسولين هم مني چې د تيرو جګړو له امله په ياده ولسوالۍ کې د نجونو لپاره هېڅ ښوونځی نه جوړی شوی او زیاتوي چې په دې اړه یې هلې ځلې پیل کړې دي.
د ميدان وردګو د پوهنې ګل ولي متقي وايي: «انقلاب د دې سبب شوی چې په ځینو سیمو کې د نجونو ښوونځي جوړ نهشي، له دې ډلې یوه هم همدا ولسوالۍ ده.»
که څه هم په دایمیرداد ولسوالۍ کې تر اوسه د نجونو لپاره یو ښوونځی هم نهدی جوړ شوی، خو یو شمیر نجونې په غیر رسمي ډول په سیمهییزو ښوونځیو کې تر شپږم ټولګي پورې زدهکړې کوي.
په دې اړه مو اندونه