د لوګر ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د نهو هغو ښوونځيو د بیارغونې کار روان دی چې د نښتو په لړ کې ویجاړ شوي وو.
دوی زیاتوي چې دغه ښوونځي د ملکرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف په مالي ملاتړ بیارغول کېږي.
د لوګر پوهنې رییس جنت ګل عزیز په دې هکله وايي:«د یونېسف اداره په لوګر ولایت کې ۹ ښوونځي تر پوښښ لاندې نیولي دي او د هغو د بیارغونې کار روان دی او کابو ۸۰ سلنه کار یې بشپړ شوی دی او ۲۰ سلنه نور به یې په نږدې راتلوونکي کې بشپړ شي.»
د چارواکو په وینا د دغو ښوونځیو لګښت ۱۰۰ زره ډالره اټکل شوی دی.
د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د نجونو لېسه، چې د ورستیو جګړو له امله ویجاړه شوې وه، اوس بېرته رغول شوې ده.
ورته مهال یو شمېر زده کوونکي د دوی د ښوونځیو له بیارغولو خوښ دي او د زده کړو په برخه کې د لا ښو اسانتیاوو د برابرولو غوښتونکي دي.
زده کوونکې سلدا وايي:«زموږ ټولګۍ دېر ګډوډ و، په دېوالونو بې ځایه لیکنې شوې وې، اوس ډېر پاک شوی دی.»
زده کوونکې مسلمه هم څرګندوي:«زموږ ښوونځی پاک شو ښیښې یې ورته نصب کړې، له دې مخکې ډېر خراب و، په ځانګړې توګه د هغه دېوالونه.»
د لوګر اوسېدونکي سمیع الله هم وویل:«کابو شل کاله مخکې دغه ښوونځی جوړ شوی و، خو لومړی ځل دی چې رنګ او بیارغول کېږي.»
د لوګر ولایت پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ۲۷۵ ښوونځي فعالیت لري، چې ۱۰۰ښوونځي یې تر اوسه هېڅ ودانۍ نه لري.
په دې اړه مو اندونه