په نیمروز کې پر نشهیي توکو یو شمېر روږدي کسان وایي، د سړې هوا او بد وضعیت له امله یې ژوند له ګواښ سره مخ دی.
دوی د نورو ستونزو تر څنګ، د خلکو له ناوړه چلن څخه هم شکایت کوي.
۳۵ کلن عبدالاحد ۱۵ کاله مخکې په ایران کې پر نشهيي توکو روږدی شو. دی چې څو میاشتې کېږي د ایراني ځواکونو له لوري نیمروز ته رااړول شوی، وایي، وضعیت یې خورا بد دی.
پر نشهیي توکو روږدی عبدالاحد وايي: «پنځلس کاله کېږي چې واده مې کړی دی، له ایرانه چې راغلم، بېرته مې دا عمل پیل کړ او تر اوسه پهدې اخته یم.
بلخوا یو شمیر نور روږدي کسان هم چې له ایرانه رااړول شوي، له خپل بد وضعیته او د خلکو له ناسم چلن شکایت لري.
پر نشهیي توکو روږدی سلیمان زیاتوي: «نه مو څوک درمنله کوي، که طالب او بل هر څوک راشي، وهي او ټکوي مو. د ایران په دولت کې هم موږ خوار و زار و، دلته هم خوار و زار یوو.»
پر نشهیي توکو یو بل روږدی یاسین وايي: «شیشې راټولوو، باور وکړه، دلته ولږه ده، ډېرې شپې یې موږ دلته وهلي یوو، د سړې هوا له کبله پر سرکونو مرو.»
بلخوا، د نیمروز سیمهییز مسوولان وایي، د روږدو کسانو د درملنې په پار به هلې ځلې وکړي.
د نیمروز د امنیه قومندانۍ ویاند ګل محمد قدرت وايي: «اسلامي امارت انشاءالله په لنډ وخت کې ډېر غټ پلان لري چې د دوی لپاره یو ځای جوړ کړي او د دوی لپاره د تداوي ځای برابر کړي، تر څو موږ وکولای شو د دغو مسلمانانو ژوند وژغورو.»
ارواپوه اسحاق نورزهی وايي: «دا خلک چې دي، دوی په ټولنه کې پر اوږو باندې یو لوی بار دی، دا خلک نه کار کولای شي، نه د کار کولو توان لري، دوی چې دي، درملنې ته ضرورت لري.»
د نیمروز د سیمهییزو مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ په دې ولایت کې نږدې ۱۳زره روږدي کسان ژوند کوي چې ډېری یې له ایرانه رااړول شوي دي.
په دې اړه مو اندونه