په هلمند کې د ۶۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت د پنبهدانې د پروسس کارخونه ګټې اخیستې ته وسپارل شوه چې څه باندې دوه سوو کسانو ته پهکې د کار زمینه برابره شوې ده.
د دې کارخونې د مسوولانو په وینا، پهدې کارخونه کې له پنبهدانې مالوچ، غوړي، کنجاړه او صابون تولیدوي.
د کارخونې مسوول رحمت الله نظري وايي: «هلمند یو زراعتي ولایت دی او په هلمند کې د پنبې حاصلات ډېر دي، هلمند د افغانستان زراعت لسمه برخه تشکیلوي.»
ورته مهال، د دې کارخوني یو شمېر کارګران د دندې له تر لاسه کولو خوښ دي او له نورو پانګهوالو هم غواړي چې په هېواد کې د وزګارۍ ستونزې د هواري په پار پانګونه وکړي.
کارګر محمد نبي وايي: «له دې مخکې بېدندې وم، دنده مې نه درلوده، اوس چې دا فابریکه جوړه شوې، زه پر دندې باندې ولاړ یم او خپل ایل ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوم.»
کارګر لعل محمد زیاتوي: «د کاري زمینې برخه کې د هلمند ځوانانو لپاره ستر برکت دی، ځکه اوس دلته ۶۵ هلمندي ځوانان په مستقیم او تر ۱۵۰ پورې ځوانان په غیر مستقیم ډول خلک پر کار شوي دي.»
بل خوا، د هلمند سیمهییز مسوولان وایي، پهدې ولایت کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې او پانګهوال دې په ډاډه زړه په دې ولایت کې پانګونه وکړي.
د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس غلام یحیی پښتون زیاتوي: «دا یوه ډېره غټه فابریکه ده چې موږ او تاسو یې افتتاح کوو او دا په هلمند کې څلوېښتمه فابریکه ده.»
د هلمند مرستیال والي عبدالرحمن کندزي وايي: «اسلامي نظام کوښښ کوي چې د خپلو سوداګرو لپاره کاري زمینې برابرې کړي، تر څو د دوی دغه تولیدات د نړۍ په کچه باندې خپل لوړ مقام ته ورسېږي او دوی له خپلو تولیداتو راکړه ورکړه له نړیوالو سره پیل کړي.»
د یادونې ده چې اوسمهال په هلمند کې څه باندې څلوېښت کارخونې فعالیت کوي چې شاوخوا ۴ زره کسانو ته یې کاري زمینه برابره کړې ده.
په دې اړه مو اندونه