په پروان کې د کووېډ-۱۹ روغتون د فعالیت له ځنډیدو وروسته، د دې روغتون ډاکټرانې وایي، لا یې هم برخلیک روښانه نهدی.
دوی وایي، د دې روغتون د فعالیت ځنډیدو وروسته وزګار شوي او له خورا ډېرو ستونزو سره مخ دي.
فرزانه سادات چې په پروان کې د کووېډ-۱۹ په یوه روغتون کې ډاکټره وه، وايي، د دې روغتون د فعالیت له ځنډېدو وروسته وزګاره شوې ده.
د دې روغتون مالي ملاتړ د سوېډن کمېټې پر غاړه و.
مېرمن سادات زیاتوي، د کورنۍ لګښتونه د دې پرغاړه دي او د وزګارېدو وروسته له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې ده.
ډاکټره فرزانه سادات پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «د پروان کووېډ-۱۹ روغتون د درواځې په تړل کېدو سره له دندې پاتې شولو او اوس چې ژمی هم دی، د اقتصادي وضعیت له کبله له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان یوو.»
د فرزانې سادات پلار سید مقیم وايي: «زموږ کورنیو چې کومې هیلې درلودې، کمزورې شوي او یو ډول په هیجان کې یوو چې ولې، باید یو روغتون ته تلای او خدمت یې کولای.»
یو شمېر نور هغه ډاکټران چې په پروان کې د کووېډ-۱۹ روغتون د فعالیت د ځنډیدو په پایله کې بېدندې شوي، د دوی د برخلیک د روښانېدو غوښتونکي دي.
ډاکټره لیلی اڅکزۍ وايي: «موږ هغه کسان و چې په هر حالت کې مو د پروان خلکو ته هڅه کړې ده.»
په پروان کې د کووېډ-۱۹ روغتون کارکوونکې شفیقه زیاتوي: «ډېرې سختې ستونزې مو ولېدې، شپږ ماشومان مې دي او په کور کې د ګټې-وټې بل څوک نهلرم.»
له دې سره سم، د عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي، د هغو روغتونونو لپاره د مالي تمویلوونکو د موندلو په هڅه دي چې فعالیتونه یې مخکې له دې ځنډیدلې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي: «د هر قرارداد لپاره د قانون پر اساس باندې یو معین او ټاکل شوی وخت وي، کله چې قرارداد ختمېږي، د نوي قرارداد لپاره موږ بندوبست کوو او له همکارو ادارو سره بیا موږ خبرې کوو. دا اوس هم موږ د روغتیا له نړیوال سازمان سره په دغه برخه باندې بوخت یوو چې څنګه وکولای شو د دغه روغتونونو لپاره موږ سپلای وکړو او منظم او جاري یې وساتو.»
دا په داسې حال کې ده چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسي، له پروان سربېره، په کاپیسا او پنجشیر ولایتونو کې هم د کووېډ-۱۹ روغتونونو فعالیتونه ځنډېدلي او کارکوونکي یې وزګار شوي دي.
په دې اړه مو اندونه