Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له نظامي یونېفورم پرته د وسله‌والو له شتونه د بدخشانیانو شکایت

د بدخشان ځينې اوسېدونکي طلوع‌نیوز ته وايي چې دوی په خپل ولایت کې له نظامي یونېفورم پرته د وسله‌والو د تګ راتګه په هکله اندېښمن دي.

دوی زیاتوي چې د یونېفورم د نشتوالي له امله د مسوول او نامسوول نظامي ترمنځ توپير ستونزمن شوی دی.

د بدخشان اوسېدونکي وایي چې دغو ځواکونو ته د یونېفورم وېش یوه جدي اړتیا ده او مسوولان باید په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د بدخشان اوسېدونکی احمد شکیب د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل:«سم یونېفورم او جامې دې ولري. هرې سیمې ته چې ځوو. د چا د اوږې پر سر ټوپک وي او موږ دروي. نه پوهېږو چې د کومې حوزې او د کومې ناحیې دی.»

د بدخشان اوسېدونکی خدابخش هم وايي:«هغه نظامیان چې ناقانوني کار کوي، ځينې وختونه ناقانوني چلند کوي او یونېفورم نه‌لري او په ښار او بازر کې خلکو ته مزاحمت کوي.»

په همدې حال، د بدخشان امنیه قومندان وایي چې د دغه ولایت دفاعي او امنیتي ځواکونه په پوځي جامو سمبال دي.

د بدخشان امنیه قومندان عبدالواصل ابوذر طلوع‌نیوز ته څرګنده کړه:«له کورنیو چارو وزارت څخه په بشپړه توګه زموږ د سرتېرو یونېفورم راغلی دی. ټول یې په چک پاینټونو (پلټن‌ځایونو) کې د اسلامي امارت له یونېفورم سره ولاړ دي. ځينې کسان چې د ډېریو قومندانانو دي چې بې‌برخلیکه دي او له اطرافه ښار ته ننوځي، هغوی یونېفورم نه‌لري.»

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د اسلامي امارت مسوولانو ویلي چې د هېواد ټولو امنیتي ځواکونو ته د پوځي یونېفورم د وېش بهیر پرمخ روان دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه