Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یوناما افغانستان کې د اقلیمي بدلون منفي اغیزو په اړه اندېښمنه ده

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) هېواد کې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د يوناما د چاپېريال ساتنې د برخې مشرې کندهار ته د خپل سفر پر مهال طلوع نيوز ته ویلي چې افغانستان لا هم د اقلیمي بدلون له لوړ ګواښ سره مخ دی.

چېرېټي واټنس ویلي، اړتیا ده چې افغانستان کې د اقلیمي بدلون اغیزو کمولو برخه کې ګډې هڅې وشي.

د يوناما د چاپېريال ساتنې څانګې مشرې، چېرېټي واټسن و ویل: «موږ د اقليم د بدلون موضوع له نږدې څارو، افغانستان کې د اقليم د بدلون له امله نور زيان ته انتظار نشي کېدلای، ملګري ملتونه دې برخه کې د ځنډول شوي مالي امکاناتو پر شونتيا غور کوي خو ژمنه نشو کولای.»
 
اخوا د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسوولين له نړيوالو غواړي، چې د اقليمي بدلون د ناوړه پايلو د کموالي په برخه کې په افغانستان کې د ۸۲۶ مېلونه ډالرو په ارزښت درول شوې پروژې بیا پیل کړي.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې استازي، محب الله بهار و ویل: «۳۲ پروژې چې د ۲۶ میلیونه ډالرو په شا وخوا باندې یې ارزښت و، دا په افغانستان کې پیل وې او هغه تطبیق کېدلې چې د تنوع حیاط په برخه کې وې، د ځنګلونو په برخه کې وې، د وچکالۍ سره د مبارزې په برخه کې وې،»

یو شمېر هیوادوال هم له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو د کمښت په موخه خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي.

د باميان اوسېدونکي، تقي سادات طلوع نیوز ته و ویل: «موږ له نړۍوالې ټولنې، سیمې هېوادونو او په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو غواړو چې په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي ځکه موږ په هغه کچه نه یو چې په یوازې توګه دا چارې پر مخ بوځو،»
د کندهار ولایت اوسېدونکي، جاوید احمد څرګنده کړه: «زموږ غوښتنه دا ده چې، د اوبو نشتون او د نیالګیو کموالی دی چې موږ یې له ستونزو سره مخامخ یو،»

د چارو د شنونکو په باور، په هېواد کې وچکالي، د اورښتونو کمښت او د ځمکې لاندې د اوبو د کچې ټیټوالی هغه ننګونې دي چې لامل یې اقلیمي بدلون دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه