نن په کابل کې هېواد د یوه سیاسي او فرهنګي شخصیت عبدالرحمن پژواک داوو فولکلورې کیسو د کتاب مخکتنه وشوه.
څېړونکي، عبدالرحمن پژواک په هېواد کې د لنډو داستانونو له بنسټ ایښودونکو بولي.
د عبدالرحمن پژواک د ولسي افسانو یا افسانه هاي مردمي ټولګه اووه داستانونه لري.
د پوهنتون استاد عبدالقیوم قویم په دې اړه وویل:«استاد پژواک په واقعیت کې د معاصرو داستانونو، د لنډو معاصرو داستانو بنسټ اېښودونکی دی.»
شاعر او لیکوال عبدالغفور لېوال هم څرګنده کړه:« استا پژواک له لسو فولکلوري افسانو هغه دوه غوره کړي چې بشپړ اساتیري ارزښت لري.»
که څه هم په دغه پروګرام کې یو شمېر ویناوال حکومت د فرهنګي او هنري شخصیتونو پر وړاندې په بې پروایۍ تورنوي، خو اجراییه رییس وايي چې د هېواد په فرهنګي برخه کې هم ښه کارونه شوي دي.
د سنايي د پراختیايي بنسټ مسوول رازمحمد دلیلي هم څرګنده کړه:«د اطلاعاتو او کلتور محترم وزارت، چې د هغه بنسټیزه دنده ده، پرې نه ږدي چې یوه ورځ د هېواد او ملت لوړ شخصیتونه هیر شي.»
د حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله هم وویل:«د دغه نوم د ژوندي ساتلو لپاره هغه څه چې د یوه هېوادوال په توګه زموږ ونډه ده انشاالله دریغ به یې نه کړو.»
له عبدالرحمن پژاواک نه مقالې، ناولونه، کیسې او ډېر چاپ شوي او ناچاپ شعرونه پاتې دي.
د خلکو افسانې د هغه اوم داستاني اثر بلل کېږي. استاد پژواک، اتلس کاله وړاندې د شپږ اویا کلنۍ په عمر د پېښور په حیات اباد سیمه کې له نړۍ سترګې پټې کړې.