په هرات ښار کې یوې هنرمندې میرمینې خپل دېرش هنري اثار نندارې ته ایښې دي. دغه مېرمن وایي چې هنري اثار یې د ښځو ستونزې او لاسته راوړنې بیانوي.
د یوې هنرمندې مېرمنې د نقاشۍ دېرش آثار چې د افغان میرمنو دردونه او خوښۍ یې پکې انځور کړي دي. نیمايي دغو هنروي آثارو د ښځو محدودیتونه او نیمايي نورو یې فرصتونه نندارې ته وړاندې کړي دي.
شکیبا صحرايي، د نندارتون جوړوونکې وايي:«زموږ موخه دا ده چې د ښځو هغه محدودیتونه چې پّ ټولنه کې یې لري، مات شي او هره برخه کې چې غواړي فعالیت وکړي.»
ددغه نندارتون یو شمېر لیدونکي د انځورګرۍ له لارې نندارې ته د ښځو د ننګونو وړاندې کول د میرمنو د ژوندانه د وضعیت په ښه والي کې اغیزناک بولي .دوی وایي چې د هنر ژبه پر ذهن ژور اغېز لري او د ښځو پر وړاندې د لیدونکو نظر ته بدلون ورکوي.
د نندارتون لېدونکې، انیتا احمدي وايي:«دا ځل رنګونه دي چې خبرې کوي، نه ویل شوي خبرې او احساس بیانوي.»
د هرات د ښځو چارو رییسه، انیسه سروري څرګندوي:«مېرمنو په وروستیو کلونو کې ښه پرمختګ کړی دی، لاسته راوړنې یې له ستونزو ډېرې وې.»
د هرات ځایي چارواکي مني چې د دغه نندارتون انځورونه په دغه ولایت کې د ښځو د عیني وضعیت ښودنه کوي.
د هرات د والي مرستیال، مونسه حسن زاده وايي:«ستونزې شته، انکار نه کوو، نه یوازې په افغانستان کې، بلکې نورو هېوادونو کې هم شته، خو موږ د کمېسیونونو په چوکاټ کې له ستونزو سره د مبارزې په برخه کې کار کوو.»
په هرات ولایت کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي او ننګونې اندېښمنوونکې دي. د هرات ځایي چارواکي که څه هم په دغه ولایت کې د ښځو د ژوندانه د وضعیت د ښه والي لپاره د هڅو خبره کوي خو د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وایي چې د ښځو پر وړاندې ننګونې لا هم پرخپل ځای پاتې دي.