د افغانستان حکومت د نړیوالې ټولنې مرستو پراختیا په موخه څلور کلنه پراختیایي کړنلاره او اصلاحي پروګرام جوړ کړی دی.
د دغه کړنلانلارې موخه د نړیوالې ټولنې د مرستو جذب ښودل شوی دی.
د افغانستان د ماليې وزیر اکلیل حکیمي وايي چې د نړیوالې ټولنې سیاسي او مالي ملاتړ دوام په موخه دغه کړنلاره او اصلاحي پروګرام به راتلونکې اوونۍ په بروکسل کې د ناټو په ناسته کې وړاندې شي.
، خو افغانستان حکومت له دغې ناسته څه تمه لري؟
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وايي:«موږ تمه لرو چې د افغانستان لپاره یوه بله څو کلنه نړیواله ژمنه نوې کړو چې د دغه سیاسي ژمنې سره مالي تعهد هم تر ۲۰۲۰ کاله پورې زیات شي.»
ټاکل شوې ده، له افغانستان سره د مرستو دوام او د ناټو غوڅ ملاتړ د څېړنه په موخه د روان زیږدیز کال د مې ۱۹ او ۲۰مه نېټه به د بلجیم بروکسل ښار د دغه تړون د غړو هېوادونو د ناستې کوربه وي.
خو په دغه نړیواله ناسته کې د ګډون لپاره کومې لاسته راوړنې او پروګرامونه لري؟
د ماليې وزیر وايي:«هغه اصلاحي پرورګامونه چې د ملي یووالي حکومت د خپل کار په درشل کې درلودې، هغه نړیوالې ټولنې سره شریکوو او هغه کړنلاره چې موږ لږ تر لږه د څلورو کلونو لپاره جوړه کړې ده، هغه به هم خپلو نړیوالو دوستانو ته وړاندې کړو. »
له بلې خوا، داسې آندونه شته چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې یوه جدي اړتیا ده.
د مدني ټولنې غړی، عزیز رفعي وايي:«همغه ډول چې زموږ نړیوال دوستان اړتیا لري چې د خپل امنیت لپاره زموږ ترڅنګ ودریږي، زه فکر کوم چې افغانستان به په دغه ناسته کې لوړ لاس ولري تر څو د نړیوالې ټولنې مرستې جذب کړي.»
مخکي له دي، نړیوالې ټولنې له افغانستان سره خپلې مالي مرستې د اصلاحاتو، ښې حکومتوالۍ او له اداري فساد سره د مبارزې په شرط درولي وي. خو کار پوهان وايي چې حکومت د خپل نېږدې دوه کلني عمر په ترڅ کې یادو برخو کې کومه ښه لاسته راوړنه نلري.
په دې اړه مو اندونه