د بهرنیو چارو وزارت وايي افغان حکومت هڅه کوي چې د بروکسل له غونډې وړاندې په سیمهییزه کچه اقتصادي همکارۍ او ترانزیتي آسانتیاوي رامنځ ته کړي.
د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه په یوې غونډه کې وویل په همکاریو سره به اقتصادي تشي څرګندي شي او خصوصي برخه به وده او سیمهيیزیه پراختیا به رامنځ ته شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د اروپايي ټولنې استازو او په کابل کې د ډېرو هېوادونو سفیرانو د افغانستان او سیمې د امنیت په ټینګښت او اقتصادي وده کې د سیمهيیزې همکارۍ د رول په اړه بحث وکړ.
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په دې اړه وویل:« د دغې ناستې موخه د سیمهيیزې همکارۍ ترلاسه کول دي ترڅو په دغو همکاریو سره سیاسي ملاتړ هم ترلاسه شي، اقتصادي نیمګرتیاوې وموندل شي، سیمهيیزې اقتصادي همکارۍ او ترانزیتي اسانتیاوې رامنځته شي.»
د کابل طرحه دا ده چې تر یوې نیمې میاشتې پورې د بیخ بنسټونو، انساني پانګونو او د سیمې د نښلولو په برخو کې د افغانستان پورګرامونه بشپړ شي.
په اقتصادي چارو کې د ولسمشر سلاکارهمایون قیومي په دې اړه وویل:« دغو موخو ته د رسېدو لپاره باید نوموړو برخو ته پاملرنه وکړو، لومړی د انرژۍ په برخه کې باید تر راتلونکو پنځو ،اوو کلونو پورې لازیاته انرژي تولید کړو او دا چې څرنګه انرژي له منځنۍ اسیا پاکستان او له هغې اخوا ته ولېږدوو د تاپي او کاسا د پروژو په شان.»
له بلخوا د سیمې د اقتصادي ودې او ترانزیتي اسانتیاوو په برخو کې سیمهيیزه همکاري د کابل نورې مهمې غوښتنې دي چې د ملي یووالي حکومت په باور ځینې دغه کارونه د خصوصي څانګې مسؤولیت دی.
ښاغلي قیومي:« په سیمه کې د سوداګریزو توکو لېږد د سړکونو او د اوسپنې د پټلۍ په څرنګوالي پورې اړه لري، وبه لیدل شي چې افغانستان څرنګه کولای شي منځنۍ اسیا دچابهار او ګوادر له لارې له ګرمو اوبو سره ونښلوي.»
له دې سره سره کابل غواړي د بروکسل له غونډې مخکې سیمهيیزې همکارۍ له ځان سره ولري ځکه دا کار د هېواد په اقتصادي وده کې ملاتړ کېدای شي.
افغانستان باید د بروکسل په ناسته کې د خپلو ژمنو د عملي کېدو څرنګوالی ټولو ته وښيي په تېره بیا د ښې حکومتوالۍ او له فساد سره د مبارزې په برخو کې.
د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:
په دې اړه مو اندونه