Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بروکسل د غونډې په درشل کې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د حکومت هڅې

ټاکل شوې ده چې سبا د قانون د واکمنۍ او له فساد سره د مبارزې د شورا لومړنۍ غونډه جوړه شي.د ولسمشر ویاند خلکو ته ډاډ ورکوي چې حکومت د بروکسل په غونډه کې د ګډون لپاره چمتو دی او سبا ټول وزارتونه له فساد سره د مبارزې پروګرامونه خلاصه کوي او عملي کارونه پیلوي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وویل:«د قانون د واکمنۍ او له فساد سره د مبارزې د شورا لومړنۍ غونډه جوړېږي او د افغانستان وزارتونه له اداري فساد سره د مبارزې پروګرامونه چې عملي پایلې ولري چمتو کوو او پر هغه عملي کار پیلوو.»

له وارسا وروسته د بروکسل ناسته یو بل فرصت دی چې په هغې کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام د څرنګوالي په اړه سلامشورې او پرېکړې کېږي، خو افغانستان بیا هم د دغو مرستو د ترلاسه کولو لپاره ازموینه په مخکې لري.

د ملي یووالي حکومت ترټولو لویه ازموینه د اداري فساد په وړاندې مبارزه ده.

که څه هم حکومت له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز جوړول له اداري فساد سره د مبارزې لپاره ترټولو ښه لار بولي خو د دغه مرکز د کار په پيلېدو کې ځنډ یوه اصلي اندېښنه ده.

له فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د خپلواکې او ګډې کمېټې رئیس یما ترابي په دې اړه څرګنده کړه:«افغان حکومت له هرې غوڼدې څخه وړاندې یو لړ هڅې کوي،خو همدا چې غونډه پای ته ورسېږي د حکومت کارونه هم پای ته رسېږي. دا د کار کولو سمه لاره نه ده.»

له حکومت څخه یوه بله غوښتنه دا ده چې د بروکسل له ناستې څخه مخکې باید له اداري فساد سره د مبارزې په کار کې د پام وړ پرمختګ وشي.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ رئیس سید اکرام افضلي وايي:«حکومت باید له فساد سره مبارزه په لومړيتوب کې راولي او په جدي توګه رسېدنه وکړي او همدارنګه د بروکسل له ناستې څخه مخکې له فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په کار پیل وکړي او څو سترې دوسیې وڅېړي.»

ولې له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز تراوسه خپل کار نه دی پیل کړی؟

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي په دې اړه داسې وايي:«په نږدې ورځو کې له اداري فساد سره د مبارزې عدالي او قضايي مرکز خپل کار پیلوي او سترې دوسیې به وڅېړي.»

د افغانستان په اړه د بروکسل ناسته به د اکتوبر په ۴ او ۵ (د لړم په ۱۳ او ۱۴ مه) نېټه ترسره شي.

په دغه غونډه کې به د ۷۰ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي او له کابل څخه به وغواړي چې د نړۍ د سیاسي او مالي ملاتړ د دوام لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

ټاکل شوې ده چې سبا د قانون د واکمنۍ او له فساد سره د مبارزې د شورا لومړنۍ غونډه جوړه شي.د ولسمشر و

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه