Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله:موږ په خپلو هغو ژمنو چې له نړیوالې ټولنې سره کړي دي ژمن یوو

عبدالله عبدالله وایي چې د افغان حکومت ډېرې ژمنې چې د توکیو او لندن په غونډو کې یې کړي وې،ډېر ژره به پوره شوي دي او د حکومت استازي به له ډکو لاسونو سره د بروکسل په غونډه کې ګډون وکړي.

د هېواد اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله زیاته کړه:«د بروکسل د غونډې لپاره ښه چمتووالی نیول شوی دی او د ولسمشر په مشرۍ په دوامداره توګه جلسې نیول کېږي،او دا د دې ښودنه کوي چې موږ خپلو هغو ژمنو ته چې له نړیوالې ټولنې سره موږ کړي دي ژمن یوو.»

ټاکل شوې ده کابو دوې میاشتې وروسته د بروکسل غونډه جوړه شي، په دغه ناسته کې به د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د نړیوالې ټولنې د ملکي مرستو د غځولو زمینه لپاره برابره شي.

خو په لومړي سر کې باید حکومت د نړیوالې ټولنې د مرستو په اړه د هغو ۳۹ ژمنو چې د توکیو په غونډه کې یې کړې وې د عملي کولو لپاره نړیوالې ټولنې ته ‎آزموینه ورکړي.

د مالیې وزارت وايي حکومت د خپلو ژمنو د عملي کولو ترڅنګ په دغه ناسته کې د ملي یووالي حکومت د کارونو په اړه له اسنادو سره ګډون کوي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید په دې اړه وویل:«هغه ژمنه چې د توکیو په غونډه کې شوې وه، له څلورو کلونو څخه وروسته بشپړېږي او د بروکسل غونډه د څلورو راتلونکو کلونو د مرستې د غځولو لپاره جوړېږي.»

له بلخوا د سوداګرۍ او صنایع خونې مسؤولین د بروکسل د غونډې جوړېدل له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د لازیاتو مرستو د جذبولو لپاره مناسب فرصت بولي، دوی وايي چې ملي یووالی حکومت باید د نړیوالو مرستو د لګولو لپاره لوی او اغېزمن پروګرامونه جوړ کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونو د عامل پلاوي رئیس عتیق الله نصرت وویل:«د ملي پراختیا تګلاره مو چې جوړه کړې په دغې غونډه کې څېړل کېږي او هغه ژمنې مو چې کړي دي ټولې څېړل کېږي. موږ کوښښ کوو چې زموږ دغه کړنې د دغې غونډې لپاره هیله من کېدونکې وي.»

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د بروکسل غونډه د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره ګټوره بولي.

د دوی په باور نړیواله ټولنه د اوسني وضعیت او ملي یووالي حکومت د کړنو په درک کولو سره هڅه کوي له افغانستان سره په اقتصادي ثبات او بیخ بنسټونو کې اوږدمهاله مرسته وکړي.

د نړیوال اقتصاد کارپوه آذرخش حافظي وايي:«موږ باید د واقعي اقتصاد په لور ولاړ شو چې د کورني کار په ځواک او کار ته د زمینې په برابرولو متکي وي او همدارنګه موږ د کورني تولید په لور ولاړ شو ترڅو وکولای شو چې د خپل اقتصادي راتلونکی تضمین کړو.»

د بروکسل غونډه د اکتوبر په څلورمه نېټه د ۷۰ هېوادونو او څه د پاسه ۳۰ نړیوالو بنسټونو د استازو په ګډون د بلجیم په مرکز کې جوړېږي او ویل کېږي چې ښايي په دې ناسته کې نړیواله ټولنه یو ځل بیا د افغانستان په بیخ بنسټونو او ملکي برخو کې یوه زیاته اندازه مرسته اعلان کړي.

د اړوند رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

عبدالله عبدالله وایي چې د افغان حکومت ډېرې ژمنې چې د توکیو او لندن په غونډو کې یې کړي وې،ډېر ژره ب

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه