Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بروکسل په غونډه کې د ملي یووالي حکومت لاسته راوړنې څېړل کېږي

د بروکسل غونډې ته له نږدې کېدو سره،کابل ډېره هڅه کوي ترڅو د نه بشپړ شویو کارونو په بشپړېدو سره خپلې هغه ژمنې ثابتې کړي چې د ملي یووالي حکومت په پیل کې یې پر هغو ټینګار درلود.

د ملي یووالي حکومت له کړنو څخه د نړۍ هلیه مندي به د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې د غیر پوځي د مرستو دوام زمینه به د څلور کلونو کې لپاره برابره کړي.

د مالیې وزارت وايي چې د هېواد ۳۰ سلنه مالي اړتیاوې له ملي عوایدو پوره کېږي. او اوس‎مهال ډېری ملي عواید هغوی راغونډوي.

اخوا کارپوهان وايي چې حکومت باید د عوایدو په راټولولو کې بدلونونه راولي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې وايي چې ، له سوداګرو د دولت لخوا د مالیاتو د اخیستو څرنګوالی او ځینې نورې سختګیرانه کړنې د دې لامل شوي دي چې په تېرو میاشتو کې کابو دوه زره پانګوالو خپل کارونه پای ته رسولي دي.

د صنایعو او سوداګرۍ خونو ویاند صیام پسرلۍ وايي:«د یوې سوداګرۍ او یا کارخونې له فسخې سره، کابو ۵۰ تر ۳۰۰ تنه بې کاره کېږي.بیا حکومت دغه کسان چېرته بوختوي؟څه ډول ورته دنده پیدا کوي؟»

پانګوال هم په دې باور دي چې د دولت ځینې پروګرامونه د افغانستان له دودیزې سوداګرۍ سره همغږي نه لري.

د خصوصي متشبثینو د بورډ رئیس رحم الله وویل:«یو بیلانس یې رامنځته کړی چې د یوې میاشتې،د درې میاشتو،د شپږو میاشتو او د یوه کال رپوټ باید ورکړل شي.په داسې حال کې چې په افغانستان کې سوداګر د یو کال له بیلانس څخه شکایت لري دی او ډېری بیلانسونه د شپږو او یا هم د یوه کال راهیسې نا حله پاتې دي.»

په همدې حال کې د مالیې وزارت ټینګار کوي چې تېر کال د پیسو نړیوال صندوق افغانستان ته د مالیاتو د راغونډولو په برخه کې ۱۱۴ مېلیارده افغانۍ هدف ټاکلی وو، خو هغوی وتوانېدل چې له ۱۲۰ مېلیاردو زیاتې افغانې راغونډې کړي.

د مالیې وزارت ویاند اجمیل حمید عبدالرحیم زي څرګنده کړه:«سږکال عمومي بودیجه کابو ۴۵۵ مېلیارده افغانۍ دی چې د هغې ۳۰ سلنه یې له کورنیو سرچینو څخه تمویل شوې ده او ۷۰ سلنه یې د نړیوالې ټولنې له خوا؛خو زموږ هڅه دا ده په ټول کې د حکومت پالیسي دا ده چې د عوایدو په لوېدو سره د افغانستان په ملي بودیجه کې زموږ ګډون به په ځلونو زیاته شي.»

په دې لړ کې کارپوهان وايي چې د هېواد د مالیاتو او ملي عوایدو د راغونډولو په څرنګوالي باید بیا کتنه وشي.

د مالي او بانکي چارو کارپوه سیرقریشي وویل:«ملاتړي او هڅوونکي پالیسۍ او همدارنګه له مالیاتو څخه یو لړ معافیتونه باید حکومت تعریف کړي ترڅو پانګوال ډېر وهڅول شي.»

د بروکسل غونډې ته له نږدې کېدو سره،کابل ډېره هڅه کوي ترڅو د نه بشپړ شویو کارونو په بشپړېدو سره خپل

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه